افغانستان

غور کې د اوبو رسونې دوې پروژې بشپړې شوي

د غور د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی. د غور د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست د رسنیو دفتر مسوول ذبیح الله غوثي زاده ویلي چې د اوبو رسولو دغه دوه سولري شبکې د یونسیف موسسې په مالي ملاتړ د ۸ میلیونه ۴۲۸ زره ۸۵۳ افغانیو په لګښت د یاد ولایت په دولینه او تیورې ولسوالیو کې جوړېږي. د یادو شبکو په جوړېدو سره به په دغو دوو ولسوالیو کې ۲ زره کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې او ۳ سوه کسانو ته به د کارزمینه هم برابره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *