افغانستان
چین له افغانستان سره سل میلیونه یوان مرسته اعلان کړه
په کابل کې د چین سفیر جاو شېنګ وايي، چې هېواد یې له افغانستان سره د ۱۰۰ مېلیونه یوانو چې شاوخوا ۱۴ مېلیون ډالره کېږي، د مرستې لومړۍ جوپه خوځېدلې او ډېر ژر به کابل ته ورسېږي. د چین سفیر پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې دغه مرستې د سېنکیانګ ایالت له «هورګوس» بندره افغانستان ته لېږدول شوې دي. جاو شېنګ همدارنګه ویلي، چې چین افغانستان سره د طبیعي ناخوالو په وخت کې د بشري مرستو لپاره تل ولاړ دی.