افغانستان

مولوي ذبیح الله مجاهد: کابل د بهرنیو هېوادونو د ډیپلوماټانو او استازو په مرکز بدل شوی

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي چې پلازمېنه کابل په دې وروستیو کې د ګڼو بهرنیو ډیپلوماټانو او ځانګړو استازو کوربه دی. ښاغلي مجاهد زیاتوي چې کابل ته په دې وروستیو شپو ورځو کې د اسلامي همکاریو د سازمان د مرستیال مشر په ګډون د روسیې، قزاقستان، مالیزیا، قرغزستان، ترکمنستان، اروپايي ټولنې او نورو هېوادونو ګڼ ډيپلوماټان او استازي راغلي دي.
دغه شان د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزیر حمیدالله اخندزاده په مشرۍ یو افغان پلاوی د ازبیکستان په ترمذ کې په یوه مهمه غونډه کې د ګډون لپاره یاد ښار ته تللی و.
د مولوي مجاهد په قول، دا ټول پرمختګونه او له بهرنیو هېوادونو سره راشې درشې دا روښانوي چې اسلامي امارت په سیمه ییزه او نړیواله کچه منل شوی او ډیپلوماټيکې اړیکې ورسره شته.

بل پلو، دغو راشو درشو له اقتصادي اړخه هم ښې پایلې لرلي دي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد زیاتوي: ځینو داسې پتېیلې ونه چې افغانستان به نور منزوی او له نړیوالې کړۍ وتی هېواد وي، اقتصاد به یې ورځ تر بلې خرابیږي، هېوادونو سره به یې اړیکې نه شي تامېندلی؛ دا هر څه یوازې تشې ګونګوسې او خیالات وو.
د ښاغلي مجاهد په وینا اوس جوته شوې چې افغانستان په سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې مخ پر وړاندې ګامونه اخلي او یادې هڅې به لا ګړندۍ او اغېزمنې
شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *