افغانستان

کابل کې د کرنیزو توکو نندارتون پرانیستل کیږي

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، تر راتلونکو څلورو ورځو پورې د کابل په بادام باغ کې د (کرنې ته بنسټیزه زمینه برابرول او د افغانستان د ځان بسیاینې زمینه برابروونکی) تر شعار لاندې د کرنیزو محصولاتو پسرلنی نندارتون جوړېږي. ټاکل شوې دغه نندارتون به د روانې غویې میاشتې له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې د کابل په بادام باغ کې جوړ شي. په دې نندارتون کې به د هیواد ګڼ شمېر کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې شي، چې د کرنې وزارت همکارې ادارې او مؤسسې به په کې ګدون وکړي. د کرنیزو محصولاتو دغه نندارتون وروسته له هغې جوړېږي، چې دامهال په کابل کې د افغان – قزاق په نوم نړیوال نندارتون دوام لري، چې د شاوخوا ۸۰ کورنیو او بهرنیو شرکتونو تولیدات او محصولات په کې نندارې ته وړاندې شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت هڅه کوي، چې د نورو کورنیو محصولاتو او تولیداتو ترڅنګ د هېواد کرنیزو محصولاتو ته هم بازار موندنه وکړي، تر څو بزګران هم د خپلو توی کړو خولو ثمره ترلاسه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *