
افغانستان
یوناما:د افغانانو لپاره د نړیوالو مرستو راجلبولو هڅې کوو
د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت د دفتر رییس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د کورني سیاست او اقتصادي چارو له مسوولینو سره کتلي دي. په دېکتنه کې یاد پلاوي، ویلي، چې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې ډېرې دي، خو ملګري ملتونه هڅه کوي د افغانانو لپاره نړیوالې بشري مرستې راجلب کړي. ياد پلاوي همدار راز ټینګار کړی چې په افغانستان کې روان مسایل به له اسلامي امارت سره د خبرو اترو له لارې حل کوي. د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو هڅې او شتون د افغانستان لپاره مهم بللی او له افغانانو سره یې د نړیوالو د بشري مرستو د ډېرېدو غوښتنه کړې ده. نوموړي زیاته کړې، چې حکومت یې له نړیوالو سره مثبت تعامل ته چمتو دی.