شعرونه

آزادي!

حسان ضعیف

راځئ چې ولمانځو ملګرو ازادي په ګډه
له یرغلګرو مو ګټلې خپلواکي په ګډه
راځئ چې سیال کاندو هېواد د نور جهانه سره
راځئ چې وکړو له نړۍ سره سیالي په ګډه
راځئ چې اوښکې کړو ورپاکې د یتیم د سترګو
ځکه ورکړې یې پلرونو قرباني په ګډه
راځئ چې زړونه مو پیوند کاندو په مینه سره
راځئ چې ختمه کړو نور کرکه دښمني په ګډه
راځئ چې وکړو الله ته څو سجدې د شکر
راځئ چې لیرې کړو له زړونو ستوماني په ګډه
راځئ چې وشړو نفاق حسان ضعیفه له چم
لکه چې څرنګه مو وشړل پردي په ګډه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button