شعرونه

د دوحې تړون!

ساقيار

ډوبه دفنا په سیند بېـړۍ وه خو راتم شوله
نور مو د ژوندون وروستۍ سلګۍ وه خو راتم شوله
نور د ازادۍ لیلا زموږ په نصیب نه وله
غونډه پرې دبرګ ښامار مرۍ وه خو راتم شوله
دا افغانستان د میړنیو شازلمیو کور
برګه بلوسیدلې پرې نړۍ وه خو راتم شوله
زموږ له سره یې واخیستل بې شمیره دحساب سړي
دا جګړه مرګینه خونړۍ وه خو راتم شوله
زما له هیبتي ګوزاره هسي تقدیر چپه کړه
ړنګه دا یاغی سپینه ماڼۍ وه خو راتم شوله
نن د کب لسمه د دوحې تړون حتمي بریا
مړه ترې ساقیاره ناټوګۍ وه خو راتم شوله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close