شعرونه

اې تر تورو خاورو لاندې قلندره !

ستا د بې باون پاور و زوروره
زه طالب وم هرچا ویشتم په ډبره
زه له پلار او موره ورک وم درپدره
ستا به یاد وي نړیواله ستمګره

ستا به یاد وي موږ په یبلو پښو روان وو
موږ د نیمو شپو لارورکي لارویان وو
موږ دټول جهان بې حده دښمنان وو
ستا له لاسه راته اور افغانستان وو

وه ظالمه ستا د ظلم انتها وه
په موږ جوړه یوه بله کربلا وه
د بې وسه مسلمانو واویلا وه
پرې راسمه ستا د کبر اژدها وه

دلته چیغي وې ژړاوې وې فریاد و
ژوند کول دلته ناشونی و برباد و
د کلسټر تربمو لاندې مو هیواد و
د نړۍ لوېدلی موږ سره تضاد و

موږ تخمونه دجهاد شوو موږ مړۀ نه شوو
موږ د وخت په تېرېدو سره راشنه شوو
موږ کرار کرار قوت پیدا کړ ښه شوو
اوس به پته درته شوې وي چې څه شوو

له مغرورې نړۍ جوړه ده سوالګره
خپلواکي مو ترېنه واخیسته په نره
اې تر تورو خاورو لاندې قلندره
سر راپور ته کړه ملا محمد عمره

سر راپورته کړه په موږ باندې اختر دی
په هیواد د ازادۍ ختلی لمر دی
خپل مو کلی خپل جومات دی خپل ممبر دی
او تکبیر د تور پټکي ملا برادر دی

عبدالنافع ټکور

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close