بېلابېلې لیکنې

زه عبث نه یم پيدا شوى!

حسان مجاهد

ما(انسان)ته د مور په نس کې روزي حواله شوه، کله چې پيدا شوم مور يې تر بل هر چا په ما دومره مهربانه کړه چې زما لپاره يې د ژوند ټول خوندونه او د آرام خوبونه پرېښودل، کله چې څه لوی شوم پلار يې راته د سالمې روزنې لپاره مقرر کړ او زه يې د ژوند له چارو سره اشنا کړم، کله چې ښوونځي ته لاړم،نو ښوونکي  خپل اهداف راته په ګوته کړل او زه يې د پرمختګ په لور وهڅولم.

له دې ور هاخوا زما لپاره اسمان پورته ولاړ او ځمکه لاندې راته فرش وغوړيده، د نړۍ له پيدايښته بيا تر ننه د ورځې راته لمر رڼا کوي او د شپې راته سپوږمۍ او ستوري ځلا کوي، له آسمانه راته اوبه راوري او له ځمکې راته نباتات را ټوکېږي، د ځمکې لاندې يې راته ګټورې زیرمې پيدا کړې دي، ستر او قوي څاروي يې زما لپاره عاجزه او مسخر کړل، زما لپاره يې مختلفې او ګټورې هواګانې وچلولې؛ خلاصه دا چې له سره تر نوکه يې په نعمتونو وپوښلم او له آدمه تر دې دمه د دنيا ټول نظام او په دنيا کې هر څه زما په خدمت کې روان دي او روان به وي؛ نو آیا له دې هر څه سره سره، بیا هم زه انسان عبث پيدا یم؟!

نه، هېڅکله نه! زه د يو ستر هدف لپاره پيدا یم، هغه دا چې د رب عبادت وکړم او په خپل ژوند کې داسې ستر بدلون را منځته کړم چې هر څوک د رب عبادت ته فارغ وي، خلکو ته د بندګانو له غلامۍ، د مصنوعي خدايانو له بندګۍ او د باطلو اديانو له پیروۍ خلاصون ور په برخه کړم، په ځمکه د الله تعالی خلیفه جوړ شم او ټول دين یې حاکم وګرځوم؛ ځکه زما رب ملائکو ته داسې نه دي ویلي چې زه یو عالم، یو عابد یو زاهد پيدا کوم، بلکې ويې ويل: زه په ځمکه کې د ځان یو خلیفه پيدا کوم. هغه خلیفه له ما(انسان) پرته بل څوک نه وينم.

زه خو عبث نه یم پيدا شوی، زه د دې لپاره پيدا یم چې د دين له خدمت څخه بايد يوه لحظه ونه سپوم؛ ځکه دغه سپېڅلی دین زموږ د ژوند قانون دی او زموږ د دنیوي او اخروي ژوند ضامن او ساتندوی دی.

د رب سرکشه بندګان او زما دښمنان،خو ما نن د پیداښت له هدفه را ګرځوي، دوی ما له داسې شي جوړوي، چې زه د يو حيوان په څېر ژوند وکړم او په دنيا کې مي ستر اهداف يوازې خوړل،  څښل او نسل زياتول وي، خو نه! رب مې له ما څخه دا ډول ژوند نه غواړي، هغه داسې زندګي رانه غواړي چې زه يوازې انسان نه، بلکې مسلمان یم، کله چې له دنیا سترګې پټوم او مرم، نو زما نیستي له دنيا څخه د يوې سترې هستۍ له منځه تلل وي، زما په نیستۍ ماهيان په دريابونو او مږیان په غارونو کې ژړا کوي، زما ژوند د ټولو مخلوقاتو لپاره یو رحمت وي، کله چې له دنيا ځم، نو نه يوازې انسان، بلکې د انسانيت یو لارښود او رهبر له دنيا کډه کوم، زما په مرګ دنيا له یو ډول فعالیت څخه د شا پر لور روانېږي، په کوچېدلو مې مسلمانان له ديني پرمختګ څخه بې برخي پاتې کېږي،  له دنيا څخه تر کوچېدو وروسته تر شا يوازې نوم نه، بلکې ستر تاريخونه او کارنامې پرېږدم، له دنيا څخه باید په داسې حال کې لاړ شم چې ژوندي عالمونه مې له فتنو څخه ژغورلي وي او راتلونکو نسلونو ته مې پوره کار کړی وي، زه باید له دنيا څخه په داسې حال کې لاړ شم، چې نوم مې تر پېړيو پېړيو پورې ياد شي او د اسلامي امت لپاره یو ستر وياړ وبلل شم. زه عبث نه یم پيدا زه د سترو اهدافو لپاره پيدا يم، هغوی چې ما (انسان) نن ورځ په وړو وړو او بې ګټې کارونو بوخت ساتي، زما ستر دښمنان دي.ملت جوړونه د انسان يو میراثي دنده ده او ما ته دغه سپېڅلې دنده له ډېرو پاکو او پرمختللو اشخاصو پیغمبرانو او اسلافو را پاتې ده، زه انسان باید داسې شخص جوړ شم چې ملتونه وروزم او ملتونه تر خپل هدفه ورسوم.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *