ثالث عمر ته !
دا کوم یو غزنوي ده چې د وخت بتان یې مات کړل
هندوانو ته وریاد یې فاتحین په سومنات کړل
په خاوره د افغان کې ابدالي بیا راژوندی شو
چشمان یې د نازو انا روښانه په کسات کړل
حافظ زما د حرم ده ابابیل ورسره درومي
تائب یې مشرکان له عبادت د غربي لات کړل
قربان ئې له هیواد د ایوب خان کړلو هوډونه
انځور یې د ملالې غیرتونه احساسات کړل
شرقي ښامار چې راغئ نو د وخت غښتلی مومن خان وو
غربي ښکیلاک چغیږي ټول غاښونه یې ورمات کړل
اذان د خپلواکي یې دلته کړی په شمشاد دی
په لر او بر افغان کې یې ژوندي غافل اموات کړل
ارمان د شهیدانو یې پوره کړ په افغان کې
په دې دین پاله خاوره یې نافذ حکمي ایات کړل
پړوني د حیا یې تور سرو ته په سر کړل
همت، عفت، حیا او غیرتونه یې خیرات کړل
د عصر میرویس خان مو نن امام د ارادو دی
مختار یې نن په ویاړ باندې انځور یو څو ابیات کړل
شاعر: حسیني مختار