شعرونه

نظم

اوس مو سلام کړه له کابله قبول
تر خاورو لاندې قلندره مشره
ده ستا لښکر په ټول هیواد حاکم دی
ځای د خالي دی ملا عمره مشره
شهید ملا اخترمحمد منصوره
ستا قربانۍ اوس نتیجه راوړې
چې د په اور باندې کباب کباب کړه
هغې ځوانۍ د نتیجه راوړې
رب د قبول کړه شهادت په در کې
امیر سرمیر شهید رهبره مشره
ای مولانا جلاالدین حقاني
د وخت ایوب صلاح الدین حقاني
ستا قربانیو ته ځانګړی سلام
ریښتیا مین وې په پاک دین حقاني
چې ستا ملګري او بچیان دي چیرته
ټول دي جهاد ته تیر له سره مشره
ای نادرک استاد یاسره سلام
په کومه ولاړې د زړه سره سلام
د کوم حاسد په زولنو کې بند شوې
شولې پناه زموږ له نظره سلام
نشتون دې دې ملت ته شو لوی تاوان
بیاشه راستون استاد یاسره مشره
وینو د رنګ راوړو شهیده یاره
ستا امارت ده ستاپه کور واکمن شو
ستاله ځوانۍ او قربانۍ نه قربان
ده ستاکاروان دلته اوس نور واکمن شو
آزادي راغلله له سپین دفتره
فتحه بیا راغله له سنګره مشره
ګوری ارمان د شهید خاورې نه کړئ
ګوری ډیر پام به د سرو وینو کوی
په دې هیواد کې لږ حالات بدل دي
خیال به د تورو سرو او سپینو کوی
د مخبت دا غوښتنه خاص له تاسو
ملا یعقوب او برادره مشره

مخبت وردک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close