شعرونه
د زرین تاریخ امیر
څه زرین تاریخ دې پرېښودو اميره!
ای په خوی خصلت پاچا په رنګ فقیره!
که نړۍ درته هر څو ګواښونه وکړل
ته تېر نشوې د قرآن له سپین مسیره
د دنیا د خــواهــــــــشـاتو مقابل کې
نه دې خرڅ کړلو ایمان او نه ضمیره
ائـنـده که مــېړني چــېرته یادېــږي
ع م ر توري به وي د ټــولو مـــيره
پس له شل کلنو ستا خبر رښتیا شوه
صلیب ټیټې سترګې درومي ډېر حقیره
د ایثار د قربانۍ او ننګ سمبول وې
ای د عـشق د مـدرسې پيران پیـره
لارویان دې، دي منزل ته رسېدونکي
خیر که ټوله شپه یې تېره د شبګیره
ته خبر یې هغه سپینه ماڼۍ هم نن
کړي عذرونه د شمشاد او د پامیره
د تسل منیب هــمېـش دغه دعاء ده
ستا په ګور دې رحمتونه وي کثیره
ثالث عمر رحمه الله رحمة واسعة
تسل منیب