تاریخ او جغرافیهلیکنې

د منځنۍ آسیا د اسلامي تمدن ځینې مشهورې  سیمې او علماء!

دریمه برخه - م حمادشیرزاد

د لیکنو په یاده برخه کې د اسلامي تمدن هغه مشهورې سیمې ته ورځو،چې د اسلام تاریخ پرې ویاړي، د یادې سیمې علماؤ نه یواځې هلته خپلې ټولنې ته د علم څراغونه روښانه کړل؛ بلکې د نړۍ خلک یې نن د علمي خدمتونو څخه ګټې پورته کوي او ویاړ پرې کوي، نن یې هم نوم زرین دی، د تاریخ دغه سیمه په ترمذ یادېږي.

اوسنی موقعیت او تاریخ

د ترمذ ښار د جیحون د نهر/ آمو دریا پر غاړه ختیځ لور ته پروت د اوسني ازبيکستان یو له مشهورو ښارونو څخه دی او د افغانستان سره اوږده پوله او سرحد لري، چې په تېره زمانه کې ورته د ښارونو مور ویل کېده، د لاسي صنعت او سوداګرۍ پر مرکز یې هم شهرت موندلی و، ساسانیانو، امویانو، عباسیانو، مغولیانو/ چنګېز، غزنویانو، سلجوقیانو، خوارزمیانو او همدا راز ځینو نورو دولتونو دلته حکومتونه کړي او یاده سیمه د خپلې بې انتها ښکلې او ښایسته معمارۍ له امله هم مشهوره شوې.

فتحه:

ترمذ په د امویانو په دوره کې د لومړي ځل لپاره د د سعید بن عثمان بن عفان په لاس ۵۶ هجري کال کې د سولې په ذریعه فتحه شو، وروسته بیا د موسی بن عبدالله بن حازم له لورې ۶۹هـ کال کې فتحه شو، خو بیا هم د یادې سیمې خلک په اسلام کې دننه نه شول او وروسته بیا ۹۰هـ کال او ۹۳هـ کال کې د قتیبه بن مسلم له لوري په بشپړه توګه فتحه او دلته د اسلام رڼاګانې خپرې شوې، قتیبه بن مسلم یاده سیمه کې د بخارا او سمرقند په څېر د دین د ترویج او خپرولو لپاره ډیرې ستړې تیرې کړې او پکې کامیاب هم شو.

په ترمذ کې هم پخواني آثار او یا پخوانۍ ځینې سیمې، تاریخي ځایونه، بازارونه، ماڼۍ او د اسلافو ځینې هدیرې او قبرونه شتون لري، چې زیاتره سیلانیان یې د ورتګ پر وخت ننداره کوي، خو زیاتره پخوانۍ مدرسې یې چې د اسلام رڼا ترینه په شرق او غرب کې خپرې شوې، اوس یواځې د نندارې په توګه پاتې شوي دي.

مشهور علماء:

ترمذ که څه یو له پخوانیو آبادیو او ښارونو څخه ګڼل کېږي، تجارت، صنعت او لاسي کاریګرۍ کې یې هم نوم وتلی؛ خو زیات شهرت یې د یادې سیمې د اسلام باندې له مشرف کیدلو وروسته هم وموندلو، چې د علم او فنونو یو له سترو مرکزونو څخه وګرځېدلو، موږ به یې دلته یو څو هغه مشهور علماء او سلف یاد کړو چې په ترمذ کې تېر شوي او اړیکه ورسره لري.

۱-  د احادیثو د صحاح سته په درجه بندۍ کې د مشهور کتاب «الجامع الصحیح للامام الترمذي» مصنف امام ابوعیسی محمد بن عیسی الترمذي رح د ترمذ د بوغ له سیمې سره تعلق لرلو، نوموړی د امام بخاري، امام ابوداؤد، اسحاق راهویه او نورو مشهور علماؤ څخه یې د احادیثو علم ترلاسه کړی، د احادیثو او نورو فنونو یو له مشهورو امامانو څخه شمېرل کېږي، سلګونه لوی لوی شاګردان یې امت ته روزلي او د احادیثو د مشهور کتاب الجامع الترمذي سربېره یې، شمائل الترمذيو کتاب العلل، کتاب التفسیر، کتاب التاریخ او نور تصنیفات امت ته پریښي او ۲۷۹هـ کال کې وفات او ترمذ کې خاورو ته سپارل شوی.

۲- د شافعي مذهب مشهور فقیه او عالم ابوجعفر محمد بن احمد بن نصر الترمذي هم د ترمذ له اجله علماؤ څخه شمېرل کېږي، نوموړی د احادیثو لوی امام او د شافعي مذهب یو له مهمو امامانو څخه دی، په عراق کې یې د شافعي مذهب ډېر شاګردان روزلي، امام ذهبي وایي چې په عراق کې د شافعي مسلک قوي عالم له ده څخه بل نه و، د نوموړي له تصنیفاتو کتاب مجموع شرح المهذب زیات شهرت موندلی او په کال ۲۹۵هـ کې وفات شو.

۳- د تصوف ستر امام چې په بشر الترمذي او حکیم الترمذي سره یې شهرت لرلو، مشهور صوفي عالم محمد بن علي بن الحسن بن بشر الترمذي، چې د اهل السنة او تصوف د لارې یو منلی شوی عالم دی، نوموړي د ختم الولاية، علل الشريعة،حقائق/ بحر التفسير، الادب و ریاضة النفس او د تذکرة الاولیاء په څېر لوی تصنیفات کړي او ۳۲۰هـ کال کې وفات شوی او همداسې ځینې نور.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button