نړۍ
صهیونستانو پر رفح ښار برید کړی
د اسرائیلو له خوا د اوربند د وړاندېز له ردولو وروسته، د فلسطیني او مصري چارواکو ويلي، چې د دغه هېواد ټانکونو د رفح پر لور حرکت کړی او پولې ته نږدې شوي دي. د اسوشیېټډ پرېس د راپور پر بنسټ، اسراییلي ټانکونه د غزې په سویل کې د رفح ښار ته ننوتي او تر ۲۰۰ مترو پورې يې پرمختګ کړی دی.په عين حال کې فلسطيني رسنيو راپور ورکړى، چې اسرائيلي چارواکو مصريانو ته خبر ورکړى، چې د دغه هېواد ځواکونه به د عملياتو له بشپړېدو وروسته له سيمې ووځي.
له بلې خوا ملګرو ملتونو پر رفح ښار د اسرائیلو د برید په اړه خبرداری ورکړی چې دا برید به د لوى بشري ناورین لامل شي.صهیونستانو وړاندې د رفح وګړو ته د دغه ښار د پرېښودو اعلان کړی و. رفح کې اوسمهال شاوخوا یو میلیون کسان اوسي چې نږدې ټول یې د جګړو له امله دغه ښار ته ننوتي دي.