نړۍ
ولادیمیر پوتین د ولسمشرۍ لوړه وکړه
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پرون د پنځمې دورې لپاره د ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.
په کرملین ماڼۍ کې یواویا کلن پوتین د بلې شپږکلنې دورې لپاره دا لوړه، په هغو مراسمو کې پرځای کړه چې ډېرو اروپایي هېوادونو په دغه ځای کې له روسیې سره د اوکراین اړوند پرېکون کړی و.
دغو هېوادونو د روسیې د ولسمشرۍ ټاکنې هم چې په نتیجه کې یې پوتین په اسانۍ بریا خپله کړه، غندلې.
د لوړې دا مراسم د ۲زره او ۶۰۰ کسانو په ګډون وشول. پوتين ژمنه وکړه، چې د روسيې متحد خلک به پر ننګونو برلاسي او بريالي شي.