تاریخ او جغرافیهلیکنې

د پردیو تاریخ لوستل!

محمدعلي عظمت

علمانیانو موږ ته د ناپلیون تاریخ لوست/وایي او ښه یې راته ځلوي، خو دا نه راته وايي چې هغه ۳ زره بندیان په غدر او فریب ووژل، په داسې حال کې چې هغوی ورته تسلیم شوي وو. دوی (علمانیان) د دې درس او تاریخ داسې وایي ، چې نوموړی له سترو انسانانو څخه و، خو دا ډول  نه وايي،چې هغه فلسطین ته لاړ، ویې ویل: (اوس وخت راغلی چې یهودیان خپل هېواد ته راشي.) همداشان دوی دا نه وايي، چې د هغه په مستقیم امر د ښار مخور ووژل شول، د هغوی سرونه د ښار په دروازو راوځړول شول.

 د پردیو غلامان (علمانیان/ سیکولرستان) دا یادونه نه کوي،چې هغه (ناپلیون) له اسانو سره ازهر پوهنتون ته ننوت، شیخان (استاذان) او محصلین یې له تېغه تېر کړل او په مسلمانانو یې زړه یخ کړ.

دا هم دا ړانده سیکولرستان وایي، چې ستر انسان و، په داسې حال کې چې پیشوګانې هم ترې ډارېدلې، چې له هېڅ قوماندان څخه پیشوګانې نه دي ډارې شوې. ولا حول ولا قوة الا بالله!

 سیکولرستان موږ ته د ملکې کلیوباترا تاریخ غږوي په داسې حال کې چې نوموړې خائنه او منحرفه وه. ولې د عایشې، اسماء او د فرعون د مېرمنې اسیا (رضي الله عنهن) په اړه لږ معلومات هم موږ ته نه راکوي. موږ ته د امت د نورو بیبیانو په هکله هېڅ هم نه وایي!!

– موږ ته د افلاتون، سقراط او نورو تاریخ تدریسوي، خو د مسلمانو علماؤ او پوهانو تاریخ نه وايي، زموږ تاریخ د امام حسن بصري، امام ابوحنیفه، امام مالک، امام شافعي، امام احمد بن حنبل رحمة الله علیهم او له نورو ستوریو څخه ډک دی، په معاصر تاریخ کې هم پوهان او عالمان لرو، همدا شان جنګي ځوانان لرو.

د صلاح الدین ایوبي، عقبه بن نافع، طارق بن زیاد، محمد بن قاسم او نورو په کړو وړو سترګې پټوي، یوازې دا نه،بلکې د اسلامي تاریخ ټول مشران او قوماندانان له نصابه حذفوي، د هغوی له عالي سیرت او نیکو اخلاقو ښوی تیرېږي په داسې حال کې، چې موږ په ټول تاریخ کې له خالد بن ولید رضي الله رانیولې د شوروي اشغالګرو تر پرځوونکو پورې ډېر، خورا ډېر قوماندانان لرو.

– همدا شان (علمانیان/ سیکولرستان) د بودا په اړه خبرې کوي، له نوموړي یې پيغمبر جوړ کړی، د هغه په نوم يې معبدونه جوړ کړي/  جوړوي او داسې وايي، چې مسلمانان د دوی قاتلان دي. د اسلامي نړۍ علمانیان ولې د نورو غیر مسلمو (علمانیانو او سیکولرستانو) په اړه ډېر لیکل کوي او هغو ته لوړ ځای او مقام ورکوي، په ډېر ادب او احترام سره یې نومونه لیکي،خو د هغه چا په اړه هېڅ لیکل نه کوي چې ښارونه یې فتح کړل، انسانان یې له غلامۍ خلاص کړل، عدل یې خپور کړ او مساوات یې د مساوات اړوند چارو کې قایم کړ.

ولې د اسلامي نړۍ علمانیان د هغو په رابطه هېڅ هم نه لیکي.

آیا د داسې لیکلو هدف او مقصود د توندلارۍ، بېکارۍ او ټیټو اخلاقو خپرول دي او که څنګه؟ ولې دوی اصلي صحیح علم نه خپروي. په لوستونکو باندې هر څه ګډوډوي.

 ایا د دوی( علمانیانو) موخه دا ده چې موږ خپل هویت ورو ورو لږ لږ له لاسه ورکړو، تر څو موږ له خپل هویت څخه ښوی ووزو، داسې ټولنه جوړه کړو، چې  په نوم مسلمانه وي او د اسلام په اړه له هېڅ هم خبره نه وي، لکه د اشغال پرمهال ډېرو کسانو(متعلمینو او محصلینو) ته غیر مسلمانان په ډېر احترام او درنښت ورپېژندل کېدل او د خپلو مسلمانو لویانو هېڅ ذکر نه ورته کېده، د تعلیمي او تحصیلي نصاب په کتابونو کې په پښتو او دري کې پردي پوهان ور ښودل (پېژندل) کېدل.

هو! که موږ د غفلت له خوبه راوېښ نه شو، خپل مسلمان لویان و نه پېژنو،نو له راتلونکي نسل سره به مو خیانت کړی وي!!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button