یوه مهمه مسئله او پرمختګ چې نن سبا په سيمهييز جیوپوليټکو بحثونو کې ډېر مطرح کېږي، د واخان دهلېز دی.په افغانستان کې د څو لسيزو جګړو او دربدرۍ وروسته د سراسري امنیت ټینګېدو سره د واخان دهلېز په اړه بحثونه د عملي کېدلو په درشل کې دي. دا مهم پرمختګ د ورېښمو سړک جوړېدلو په تړاو دی،چې د افغانستان له واخان ولسوالۍ څخه د چین تر پولې غځول کېږي. د بدخشان په سیمه کې دغه مځکنۍ ۳۵۰ کیلومتره اوږده تړانګه د نړۍ د درېیو لویو غرونو لړۍ لکه هندوکش، قراقرم او پامیر د نښلون ځای دی.د دغه د هلېز د رغونې چارې چې لا له وړاندې د کليو بيارغاونې او پراختیا وزارت له لوري پيل شوي، په بشپړېدو به يې افغانستان مخامخ له چين سره وصل شي. ۲۰۲۳ ز کال کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي وو،چې له چین سره د سوداګرۍ زیاتېدو په هڅه کې دي څو د واخان له لارې له چین سره ونښلېږي.د یاد دهلېز په رغېدو سره به د دواړو هېوادونو تر منځ د مځکني واټن کمېدو تر څنګ د سوداګريزو وارداتي او صادراتي توکو د لګښت پر راټيټېدلو هم اغېز ولري.
د دې لارې له امله د وارداتو – صادراتو پیاوړي کېدو سربېره تمه کېږي افغانستان به د مالیاتو له درکه د پام وړ پراخ عواید ترلاسه کړي.د دهلېز اړوند د دواړو حکومتونو تر منځ جدي بحثونه خورا مهم دي،چې په افغانستان او سیمه کې د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو د ودې لپاره د پام وړ فرصتونه رامنځته کوي. واخان به وه کولی شي د ټرانزیټ سوداګرۍ په برخه پر پاکستان د افغانستان تکیه را کمه کړي. همدارنګه افغانستان به په بالقوه توګه له نورو سیمهییزو قدرتونو سره د نېږدې اړیکو په تکل کې شي، چې دا په خپله په سیمه کې د پاکستان جیو پولیټیک نفوذ د لږوالي په لوري سوق کړي.
د واخان دهلېز فعالېدل به نه يوازې د پاکستان- چین پر اقتصادي دهلېز، ورسره خوا کې ګوادر؛ کراچۍ، د چابهار بندرونو باندې هم مثبتي اغېزې ولري او په وچه کې راګير منځنۍ اسيا به د یاد دهلېز له لارې د يادو بندرونو سره ونښلول شي،خو په پاکستان کې د نا امنيو ډېرېدل او اوږدېدل به د اړوند هېواد ترانزيټي تأسيساتو څخه ګټنه ستونزمنه کړي. مګر پرځای يې چابهار بندر ښه بديل کېدلی شي،چې د هند له پانګونې سره په ایران کې جوړ شوی دی.
دغه لاره کولی شي د بېلا بېلو توکو لکه معدنیات، ټوکر، زراعتي محصولاتو او تولیداتو تجارت اسانه کړي. د منځنۍ اسیا هېوادونه کولی شي طبیعي زېرمې لکه تېل، ګاز او منرالونه صادر او يو شمېر نور توکي لکه ټوکر، ماشینرۍ او برېښنايي توکي بیا وارد کړي.
له دې لارې د سوداګرۍ حجم به په بېلا بېلو فکتورونو پورې اړه ولري لکه د بيخ بنسټونو ظرفيت، په سوداګريزو مقرراتو کې اسانتیا او د بازار تقاضا. په هرصورت د واخان سوداګریز دهلېز پرانیستلو سره به چابهار او کراچۍ بندرونو له لارې د هند سمندر ګرمو اوبو ته لاسرسي سره به د سوداګرۍ حجم د پام وړ ډېر شي.
دا چې په اوسني عصر کې د چین تجارت د نړۍ په مارکیټونو کې ځانګړی ځای لري او د بېلابېلو هېوادونو لپاره په مختلفو نورمونو اجناس تولیدوي له همدې امله ایران او عربي هېوادونه هم لېواله دي چې له دې لارې له چین سره سوداګري ولري.
واخان د سوداګريزي لارې په توګه کولی شي د افغانستان ستراتیژیک او جیوپولیټیک موقعیت نور هم لوړ کړي، د منځنۍ آسیا بازارونو سره به يې اړيکې زياتې او اقتصادي وده به يې چټکه کړي. د دې لارې په اوږدو کې د بيخ بنسټونو پراختیا به اقتصادي وده وهڅوي، د کار فرصتونه به رامنځته کړي او د خلکو ترمنځ اړیکې به وده ومومي،چې دا په سیمه کې د لا زیات تفاهم او همکارۍ سره مرستندوی تمامېدلی شي.سربېره پردې، یاد دهلېز د منځنۍ اسیا هېوادونو ته په ترتیب سره د چابهار؛ ګوادر بندرونو له لارې بین المللي بازارونو ته د لاسرسي په موخه لنډه او اغېزناکه لاره چمتو کوي، ځکه دواړه بندرونه د هُرمز تنګي په خوله کې له ستراتېژیک موقعیت څخه برخمن دي.
د چین لپاره د واخان پولې پرانیستل به د یوه کمربند او یوې لارې د نوښت د یوې برخې په توګه بېلابېلو بازارونو ته د چینایانو لاس رسي د پرمختګ لپاره زمينه برابره کړي.د دې لارې عملي پرانیستل تر ډېره بریده د افغان حکومت په وړتیا، د افغانستان کې په ثبات او د چین په لېوالتیا پورې اړه لري. دا هغه څه دي چې نن سبا يې عملاً وينو او د افغان او چينايي چارواکو ترمنځ په ليدلو کې ترې يادونه کېږي.
تازه د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د چین سفير جاوشینګ سره د ليدنې پر مهال د نورو مسائلو تر څنګ دواړو لورو تر منځ د سرحدي ستونزو او واخان پروژې په اړه هم بحث درلود.
همدارنګه تېر کال سفير ويلي وو، چې چین او افغانستان لا زیاتو سوداګریزو او ترانزيټي همکاریو ته اړتیا لري. د هغه په خبره چین او افغانستان به د ورېښمو لارې په وسيله سوداګري او ترانزیټ پراخ کړي او په دغه برخه کې ګټور پلانونه تر غور لاندې لري.
د دغې سوداګریزې لارې له پرانيستلو سره به زیاتره د هغه توکو جریان چې له افغانستان څخه چین ته روان دي یا برعکس، هغه که د سمندر يا د وچې له لارې وي د واخان بندر له لارې ترسره شي. د دې لارې اهمیت چين ته ډېر دی ځکه چې بيجينګ په زیاتېدونکي توګه په افغانستان کې د قیمتي او نادرو کانونو د استخراج په برخه کې لېوالتیا ښيي. ۲۰۲۳ ز کال کې یوې چینايي کمپنۍ د لیتیم استخراج په برخه کې پر افغان کانونو د لس میلیارده ډالره پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی و. په ځینو مواردو کې په عملي توګه د کانونو په سکتور کې پانګونې ته داخل شوی،چې ښه بېلګه يې سرپل ولایت اړوند په قشقري نفتي حوزه کې د تېلو د استخراج په برخه کې پانګونه ده.
که په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ شبکه په ښه توګه وده وکړي او د واخان کورېډور له لارې له چین سره ونښلول شي، دا به د شرقي او غربي اسيا د اتصال په معنی وي چې په تاریخ کې به د عطف ټکی شي ځکه په اسيا کې بېلا بېلي تجارتي، سياسي او فرهنګي معاملې د يادې پروژې څخه اغېزمنېدای شي. افغان چارواکو هم ويلي چې په اوږد مهال کې د اوسپنې پټلۍ اسانتياوې هم یاد دهلېز کې مدنظر نیول شوي دي.
د افغانستان ځانګړی جغرافيايي موقعيت د ختيځې او لوېديځې اسيا تر منځ د سوداګريزو اړيکو جوړولو لپاره پام وړ مخينه او ظرفيت لري او د واخان دهلېز یو له هغو سیمو څخه دی چې کولی شي د پخوا په څېر د افغانستان دا ځانګړی جغرافیوي ظرفیت يو ځل بیا جوت کړي.
په ټوليز توګه ویلی شو په هره اندازه چې افغانستان وکړی شي د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره په عصري ټکنالوژي سمبال ټرانزيټي او تجارتي لارې پرانېزي، په هماغه کچه به يې پر اقتصادي برخليک مثبت اغېز وکړي.