شعرونه

غزې ته!

په بوتکدو به د توحید روښانه لمر ولګي
که سپین سپین ستوري د غزې په سره ټټر ولګي
له روهه بار کړئ زر د مستو تکبیرونو کاروان
چې په تیارو د مقدس کور کې سهر ولګي
استشهادي لښکرو پورته کړئ بیرغ د مهدي
چې بیا دنیا ته زور د الله اکبر ولګي
په اوږو بار یې ګرځوي له شرمه زوړند زوړند
په ثمودي تندر دې دا بې ننګه سر ولګي
د شیطان ښکر، د دجال څنګ، مجرمانه خاموشي
اور دې په هر «تغریب» ځپلي ګونګ رهبر ولګي
ای شازلمیه د دعا د پیغمبر تعبیر یې
ستا توپاني پرتم به لا په بحر و بر ولګي
له ګنهګارې غاړې یې تاو شول د مظلوم اسویلي
اور به په ټنډه د کسرا او د قیصر ولګيد
د خدای حضور کې د غزې د ماشومانو وینې
له ډېره تاوه به یې لمبې ان په محشر ولګي
د رنګینۍ جلال پیکه ناورین د شعر نه کا
ناګاره پرېږده چې په نښه برابر ولګي

استاد فضل ولي ناګار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close