شعرونه

لوی ملا صاحب !

ســــیاست او ابتــــکار دې عجــیبه وو
لوی ملا صـاحب! کــردار دې عجـیبه وو

په شاهۍ کې یو ملنګ غوندې انسان وې
هـــره کړنه او هـر کار دې عجــیبه وو

سلطنت دې له یو سپین هدف قربان کړو
د ژوندون هـر یو یادګار دې عجــیبه وو

دعـــربـو او عــجــم د زړو درمــانـــه
عظــــــمـتونه او وقـار دې عجــیبه وو

دافـغان تاریــــخ د ویـاړ یوه نمونه وې
لوی څادر او سـپین دستار دې عجیبه وو

ممــــثل وې د ژونـدون د عــــمریـنو
اعـــتدال باندې رفــتار دې عجــیبه وو

د (عاکف امارتی) دســــترګـو تـوره!
دښایست هـــر یو مـنار دې عجیبه وو

عاکف امارتی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close