ساینس او ټکنالوجي

د ساينس پرمختګ کې د مسلمانانو رول

درېيمه برخه – ليکوال: پروفیسور ارشد جاوېد -ژباړه: انوارالحق عاصم

اختراعات، نوښتونه او څېړنې

د فرانسې نامتو تاريخپوه «موسيوسيديو» ليکي:

)) د دې يادونه بايد وشي،چې عربانو(مسلمانانو) کاغذ، قطب نما، بارود او توپونه اختراع کړل، چې د دې اختراعاتو په برکت د ټولې نړۍ په ادبي، سياسي او نظامي حالاتو کې يو ستر انقلاب را ولاړ شو، د اروپا يو څو قلموالو له عربانو نه د دې شيانو د جوړولو شرف په زوره تروړلی دی د دوی په خبرو هېڅ باور نه شي کېدی، واقعيت دادی چې د دې شيانو مخترعين عربان دي او اروپايانو ته همدې عربانو د دې کارَول زده کړل)).

مسلمانانو په منځنيو پېړيو کې په زړه پورې کتابونه وليکل چې له علم او پوهې، اختراعاتو، نوښتونو او څېړنو څخه ډک وو، بدبختانه چې د دې خزانې لويه برخه چنګېزيانو له منځه يووړه او د اندلس د سقوط پرمهال ډېری کتابونه عيسويانو د اور نذرانه کړل، د يو اټکل له مخې زموږ له درې ميليونو ډېر کتابونه د اور او اوبو خوراک شول، د يو غربي مفکر د وينا پر اساس چې د مسلمانانو په زرګونو کتابونو کې يو کتاب هم وجود نه لري، د يو اټکل له مخې له هرو درېيو زرو کتابونو څخه يواځې دوه کتابونه پاتې دي او پاتې نور يې د اسلامي هېوادونو په کتابتونونو او موزيمونو کې د حشراتو خوراک ګرځي،چې له بده مرغه مسلمانان ترې ګټه نه اخلي، ستونزه  داده چې نړۍ د مسلمانانو له سترو کارنامو بې خبره ده، بدبختانه چې موږ مسلمانان هم د خپلو اسلافو له کارنامو ناخبره يوو او د لوېديځ په مقابل کې د احساس کمترۍ ښکار يوو.

د اروپايانو يو ښه عادت دادی چې د هر ساينس سلسله د اروپا کوم پخواني يا نوي ساينسپوه پورې تړي، لکه د کيميا په هکله دوی وايي،چې د دې مخترع فرانسوي «انټويتي لوائي زير» دی په داسې حال کې چې نور اروپايي پوهان يې دا دعوه باطله بولي.

په همدې ډول اروپايي تاريخپوهان د مسلمانانو هرې اختراع، نوښت او څېړنې تاج هغه اروپايي ته په سر کوي چې لومړی يې د دې يادونه کړې وي، د بېلګې په ډول د قطب نما اختراع يو خيالي انسان «حُلويوګوجه» ته منسوبوي،په داسې حال کې چې ډېر شمېر معتبر غربي مفکرين علی الاعلان وايي چې قطب نما د مسلمانانو يوه په زړه پورې اختراع ده، د همدې په څېر لوېديځ کې مشهوره ده چې «ګيلي ليوني» په اوولسمه پېړۍ کې دېوالي ساعت اختراع کړ،حال داچې څو پېړۍ وړاندې د مصر نامتو ساينسپوه ابن يونس لسمه پېړۍ کې دېوالي ساعت اختراع کړ.

د دې دوه لاملونه دي:

۱- يا خو لوېديځوال د خيانت له امله داسې کوي.

۲- او يا دا چې د مسلمانانو له دې اختراعاتو بې خبره دي.

په منځنيو پېړيو کې مسلمانانو بې شمېره شيان اختراع کړل، چې په لاندې ډول د ځينو يادونه کوو:

کيميا

مشهور غربي عالم او تاريخپوه «(Rpbert Briffault) » ليکي:

» د کيميا علم عربانو وموند، د تقطير(Distillation)، تصعيد(Sublimation) تبخير(Evaporation) تګلارې يې اختراع کړې، له دې پرته يې الکول، ښورې تېزاب، ګوګړو تېزاب، رانجه او سيمنټ ترلاسه کړل چې وروسته يې د مکملې کيميا او طبيعي څېړنو بنسټ کېښود».

يو بل غربي مفکر «ډرېپر» وايي:

«په تجربوي علومو کې دوی(مسلمانانو) د کيميا علم وموند، دوی د دې علم ځينې مهم څيزونه سلفيورک اسيډ، نائټرک اسيډ او الکول معلوم کړل.

د انسائيکلوپيډيا موافق د کيميا په ډګر کې مسلمانانو پوټاش، الکول، سلور نائټريټ، نائټرک ايسډ، سلفوريک اسيډ، او القلي په موندلو کې لارښوونه کړې ده.

«ډرېپر» د مسلمانانو د تجربوي تګلارې په هکله ليکي: « دا هاغه څيز دی چې دوی يې د کيميا اختراع ته اړ کړل همدوی وو چې د څڅېدلو/ تقطير(Distillation)، تصعيد(Sublimation)، ويلي کېدلو(Fusion) او تصفيه کولو(Filtration) لپاره هر ډول آلات اختراع کړل».

ول ډيورانټ (Will Durant) ليکي:

» په واقعيت کې مسلمانانو د کيميا علم اختراع کړ، له دوی مخکې يونانيان په ګونګو فرضيو پسې روان وو، همدا مسلمانان وو چې پرله پسې تجربو او څېړنو پر مټ يې د هر شي د ماهيت درست ريکارډ ترتيب کړ، همدوی د الانبيق(Alembic) په نامه آله اختراع کړه، دا لفظ اروپايي ژبو هم ومانه او د تقطير(Distillation) الې ته يې (Alebic) نوم ورکړ، مسلمانانو د بې شمېره څيزونو تحليل وکړ، د الکلي(Alkali) او تېزابو(Acid) ترمنځ يې توپير څرګند کړ، د عناصرو په خپلمنځي تمايل يې څېړنې وکړې او په سلګونو درمل يې جوړ کړل».

په دې کې هېڅ شک نشته چې د کيميا مخترعين موږ يو، د کيميا لفظ خپله د دې ګواه دی، د (کيمسټري) لفظ د عربي الکيميا څخه اخيستل شوی، همداراز د کيميا ډېری اصطلاحات له عربي ژبې اخيستل شوي دي، لکه الکحل، الکلي، زعفران(Saffron)، سوډا، کافور(Camphor) او …مسلمانانو لومړۍ هجري پېړۍ کې د بنوأميه په دور کې د کيميا علم پيل کړ، په دې هکله أموي شهزاده خالد بن يزيد(۸۵هـ) څلور کتابونه وليکل، له خالد وروسته امام جعفر صادق(۷۶۵م) د کيمياپوه په حيث مشهور شو.

مسلمانانو يوه لويه کارنامه دا وکړه چې په درمل جوړولو کې يې له کيميا کار واخيست، يعنې په طب کې د کيميا بنسټ مسلمانانو کېښود، داچې عربانو لومړی ځل ترشيح، تصعيد، تقطير، تذويب او تبلور تګلارې بيان کړې او بې شمېره کيمياوي مرکبات لکه لائيکرايمونيا، نائټروهائيډروکلورک ايسډ، مرکري اکسائډ، پوټاشيم نائټريټ، فرائي سلفاس او … جوړ کړل، له دې پرته يې بېلابېلې سرې او تېزاب جوړ کړل.

«ډرېپر» وايي: عربانو په نظري او عملي طب کې د کيميا اطلاق پیل کړ او د ناروغيو په تداوۍ کې يې وکاروله.

لوېديځو تاريخپوهانو هم په کيميا کې د مسلمانانو د خدماتو اعتراف کړی دی، ګبن وايي: همدا عربان وو چې تر ټولو وړاندې يې د تقطير عمل لپاره «فرنيق» اختراع کړ، د قدرتي نظام په درېيو څيزونو يې تحليل وکړ، الکلي او تېزابو ترمنځ يې توپير وکړ، له يو بل سره اړيکه يې واضحه کړه او زهر يې په نرمو او ګټورو درملو باندې واړول.

ګستاؤلي بان ليکي،چې د کيميا په ډګر کې د عربانو پراخه څېړنې له هغه مرکباتو څخه اټکل کېږي چې مخکې يې شتون نه درلود او د دوی په طبّي کتابونو کې يادې شوي دي، په ځانګړي ډول «قراوين» د عربانو اختراع ده، په صنعت او حرفت کې يې له کيميا ګټه پورته کړه، له دې په ډاګه معلومېږي چې دوی د رنګونو جوړښت، فلزاتو اخراج، فولاد جوړولو، پوستکو رنګولو او په … کې لوی لاس درلود.د نوې کيميا په پرمختګ کې د مسلمانو ساينسپوهانو کتابونو بنسټيز رول اداء کړی دی.

(M.Ullmann) ليکي:  دا د يونانيانو کتابونه نه وو،بلکې د مسلمانانو تأليفات وو چې د غرب پرمختللې کيميا ته يې لاره هواره کړه، د کيميا اړوند د مسلمانانو ليکنې د اروپا متمدن تاريخ ته د مهمو عناصرو په څېر ثابتې شوې.

   نور بيا…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *