دینې لیکنې

اې وروره او اې زویه له ښځو سره د موسی او یوسف علیهما السلام په څېر چلند وکړه !

ژباړه: عاکف مهاجر

د ماشومانو یوې تربیه کوونکې ښځې د سروزرو په اوبو یوه وړوکې مقاله د «محترم خاونده، محترم وروره او محترم زویه!»  تر سرلیک لاندې ولیکله او لومړۍ کرښه کې یې ولیکل چې کله له کوره وځې فکر کوه ته به له دوه ډوله ښځو سره مخ شې چې باید خپل عفت وساتئ.

لومړی ډله هغه ښځې دي چې د عزیز مصر د ښځې په مرض مبتلا وي ځان به یې ښایسته کړې وي، عطر به یې وهلي وي، زلفې به یې زمنځ کړی وي او د حال په ژبه به درته وایي چې راوړاندې شه.

‏‏دوهمه ډله هغه ښځې دي چې ځان به یې ښه پوښلی وي مګر د مجبورۍ له وجې به یې یو څو لوښي راخیستي وي او د حال په ژبه به درته خبره کوي «حتی یصدر الرعاء و ابونا شیخ کبیر»، نو ته ورسره د موسی علیه السلام په څېر چلند وکړه.

اې خاونده، اې زویه او اې وروره! ته له دغې لومړی ډلې سره هغه چلند وکړه چې یوسف علیه السلام وکړ، سترګې کښته کړه او ورته و وایه په الله پناه غواړم.

همدا راز دوهمې ډلې سره هغه چلند وکړه لکه موسی علیه السلام چې د شعیب علیه السلام له لوڼو سره وکړ، په ادب سره ور وړاندې شه، حاجت یې پوره کړه او بیا ترې همداسې وروسته راشه.

‌‏وګوره اې خاونده، اې زویه او اې وروره د یوسف علیه السلام پاک لمني د دې سبب شوه چې عزیز مصر جوړ شو او د موسی علیه السلام شهامت د دې سبب شو چې الله جل جلاله ورته صالحه ښځه او کور ورکړل.

‌‏یا الله مونږ ته ستر او پاکلمني رانصیب کړې!

‌‏د ښځې لباس د پلار د تربیې، د ورور د غیرت، د خاوند د نرتوب او د متابعت د مور ښه ښکارندوینه کوي.

له همدې امله بي بي مریمې ته ویل شوي:
ژباړه :[سورة مریم: ۲۸] يعنې اې د هارون خورې ستا پلار خو هم بدکاره نه وو، مور دې هم بد فعله نه وه.

پلار مور او ورور یې درې واړه ورته یاد شول.

همدا راز یوه نجلۍ وایي کله مو چې کومه ښخه په خراب لباس او بیکاره حالت کې ولیدله مور او پلار یې دریاد کړه بیا دغه قول د الله تعالی و وایه
[الصافات: ۲۴] يعنې دوی ودروئ له همدوی به د هغه پوښتنه کیږي چې په دنیا کې یې کړي.

مطلب د دغې نجلۍ پوښته به یې هم له مور او پلار کېږي لکه پیغمبر علیه السلام چې وایي خبردار هر یو ستاسو شپونکی دی او هر یو د خپلې رمې یعنې اهل او عیال د څارنې په باره کې مسئول دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *