ساینس او ټکنالوجيلیکنې

د ساينس په پرمخـتګ کې د مسلمانانو رول

څلورمه برخه / لیکوال: پروفیسور ارشد جاوید / ژباړه: انوارالحق عاصم

 

د مسلمانو کيميا پوهانو کتابونه نږدې ۷۰۰ کلونو پورې په لوېديځه نړۍ کې لوستل کېدل، د کيميا علم په پرمختګ کې د ډېرو مسلمانانو ساينسپوهانو خدمتونه د يادولو وړ دي، البته موږ دلته د ځينو مشهور ساينسپوهانو خدمتونه يادوو:

په دوهمه هجري او اتمه عيسوي پېړۍ کې تر ټولو مشهور کيميا پوه جابر بن حيان رحمه الله ۸۵۰ م ژوندی ؤ، نوموړي ته د کيميا پلار ويل کېږي، جابر لومړنی ساينسپوه ؤ چې د تجربو پر مټ يې کيميا ته د ساينس منظم شکل ورکړ، نوموړی د بې شمېره کيمياوي مرکباتو مخترع ؤ، نوموړي په کيميا کې نږدې ۳۰۰ شاهکار کتابونه او مقالې ليکلي، د اروپا په بېلابېلو ژبو د نوموړي کتابونه ژباړل شوي، د پروفسور «حتّي» د وينا په اساس د جابر بن حيان کتابونو د اروپا او اسيا پر کيميا ژور اغېز پروت دی، د «ميکس ميرهاف»  په وينا لاندې اصطلاحات د جابر له ليکنو په لاطيني لارې د اروپا ژبو ته راغلل.

Realgar Tutia, Alkali, Antimony, Alembic, Aludel

«ميکس ميرهاف» زياتوي،چې د اروپا د کيمياپوهانو او کيميا علم د تاريخ په ټولو دورونو کې د نوموړي خدمات له ورايه ليدل کېږي.

«وِل ډيورانټ» په خپل مشهور کتاب «د مذهب زمانه» کتاب کې ليکي،چې «د منځنۍ پېړۍ ساينس د کيميا علم ته هغه تجربوي تګلارې ډالۍ کړې چې د اوس وخت د پرمختګ تر ټولو ستر راز ګڼل کېږي، له جابر بن حيان نه پنځه سوه کاله وروسته چې کله «راجربيکن» له دې څېړنيزو تګلارو سره اروپا اشنا کړه او د علم رڼا يې خپره کړه، په واقعيت کې دا رڼا هم د هسپانيا مسلمانانو د احسان پوروړې ده».

«ميکس ميرهاف» چې د جابر بن حيان د خدماتو يادونه کوي او ليکي:

«عملي ډګر کې جابر بن حيان (Filtration, Evaporation, Melting, Sublimation, Distillation and Crystallization ) په څېر عمليو غوره تګلارې بيان کړې، نوموړي د ډېرو کيمياوي شيانو د جوړښت لارې هم بيان کړې، نوموړی په دې خبر ؤ چې خالص رانجهٔ، خؤرۍ، تصفیه شوې ښوره، ايمونيا مالګه او ښوره څنګه لاس ته راځي، همداراز ګوګړ چې له تصفيه شوې ښورې سره تاو دهٔ شي هغه شيان ترې لاسته راځي چې «بالبوريا سلک آف سلفر» نومېږي، نوموړي مرکري اکسايډ، جوهر، پاره او نورو عناصرو (Acetate) چمتو کړل، نوموړی په دې هم پوهېده چې د ګوګړو او ښورې خام تېزاب څنګه جوړېږي او د دې له ګډولو څنګه «ماء الملوک» لاسته راځي،چې پر مټ يې سره او سپين زر ويلي کېږي».

ګستاؤلي بان ليکي،چې د جابر په کتابونو کې د ډېرو داسې مرکباتو يادونه شوې،چې مخکې چا نه پېژندل.

جابر بن حيان په کيمياوي تجربو کې د کمال درجې ته ورسېد او په دې برخه کې يې داسې بنسټيز اصول ترتيب کړل چې زرکاله وروسته اوس هم ترې ګټه اخيستل کېږي، نوموړي ډېر شيان اختراع کړل چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

۱- د تصعيد عمليې(Sublimation) سره د درملو اصليت له منځه وړل.

۲-نوموړي د تصفيې (Crystallization) تګلاره معلومه کړه.

۳-د فلتر کولو تګلاره يې واضحه کړه.

۴-د محلول(Solution) حرارت په پوډرو بدلول(Calcinations) آکسائيډيشن (Oxidation).

۵- د نوموړي تر ټولو مهمه کارنامه د درې ډوله مالګينو موادو معلومول وو

A-خورې تېزاب.

B-ګوګړو تېزاب.

C-ماء الملوک.

۶-نوموړي يؤ څو ډوله تېزاب جوړ کړل.

۷-د رخت او څرمنې رنګولو تګلاره يې واضح کړه.

۸-نوموړي د ويښتانو تورؤلو لپاره رنګ جوړ کړ.

۹-تر ټولو مهم يې د قرع الانبيق اختراع وه چې د خؤلې راښکلو اله ده.

۱۰-نوموړي د رخت او لرګي د واټرپروف کولو لپاره مايع چمتو کړ.

۱۱-نوموړي د ګيلاس جوړولو لپاره «مينګانيز ډای اکسائډ» تحليل کړ.

۱۲-نوموړي وويل چې د اوسپنې پاکولو څخه فولاد جوړېږي.

۱۳-نوموړي له زنګ څخه د اوسپنې ژغورلو طريقه وښوده.

۱۴-د ويلي کېدونکو عناصرو په هکله يې وويل چې ټول عناصر له ګوګړو او پارې نه جوړېږي.

۱۵-نوموړي واضحه کړه چې د عناصرو په خلط کولو سره د هغې وزن ډېريږي.

۱۶-نوموړي پراشوټ ټوټه جوړه کړه چې شيان له لمدېدو او خرابېدو وژغوري.

۱۷-نوموړي د ګريس جوړولو فارموله اختراع کړه.

۱۸-د سروزرو ويلې کېدو طريقه يې واضحه کړه.

۱۹-داسې رڼا يې اختراع کړه چې په تپه تيارهٔ کې ورته ليک لوست کېدهٔ.

۲۰-نوموړي داسې کاڼی اختراع کړ چې د ټپونو د وچېدو او اضافي عضلاتو داغلو کار ترې اخيستل کېدهٔ.

۲۱-نوموړي په صنعت کې له کيميا نه ګټې اخيستلو کې د نړۍ رهبري کړې ده.

۲۲-نوموړي د سيسي کاربونېټ جوړولو، د عناصرو تصفيه کولو طريقه وښوده.

۲۳-نوشادر هم نوموړي معلوم کړي.

۲۴-نوموړي «بالبوريا سلک اف سلفر» د جوړولو طريقه واضحه کړه.

۲۵-د سرکې له تقطير نه يې د «ايسک ايسډ» جوړولو تګلاره معلومه کړه.

۲۶-نوموړي يو څه معدنيات هم معلوم کړل.

له جابر بن حيان نه وروسته يعقوب کندي(۸۰۱- ۸۶۶م) په خپلو تأليفاتو کې د فولادو، عطرو او رنګ جوړولو اړوند ارزښتمن معلومات وړاندې کړل، د صنعت په ډګر کې مسلمانو ساينسپوهانو د دې خدماتو پر مټ د رڼا، شيشې او له نباتاتو څخه غوړو او عطرو بېلابېل ډولونو چمتو کولو صنعت ته پراختيا ورکړه.

مشهور غربي تاريخپوه «سارټن» ليکي چې په مسلمانانو کې الرازي يواځې طبيب او معالج نه ؤ،بلکې په کيميا او فزيک هم پوهېدهٔ، نوموړي په کيميا کې څو کتابونه ليکلي ، په کيمياوي تجربو کې چې کوم آلات کارول کېږي نوموړي د هغې تفصلات ورکړل.

ابوبکر محمد بن زکريا الرازي د منځنۍ پېړۍ تر ټولو ستر کيمياپوه ؤ، نوموړي کيمياوي مادې په جماداتو، نباتاتو او حيواناتو باندې وويشلې او د کيميا پرمختګ ته يې لاره هواره کړه، نوموړي ۱۸۴ کتابونه تأليف کړي،چې نږدې شل يې د کيميا په برخه کې دي، تر اوولسمې پېړۍ پورې د هالينډ په پوهنتونونو کې د نوموړي کتابونه تدريس کېدل، نوموړي په خپلو کتابونو کې د ۲۷ داسې آلاتو يادونه کړې،چې په لابراتوار کې يې کارولي دي، د نوموړي «الحادي» او «المنصوري» کتابونه لوېديځې نړۍ ژبو ته وژباړل شول او په وار، وار چاپ شول.

د الکولو موندونکی امام رازي دی، نوموړي له الکولو پرته «سلفيورک ايسډ» هم اختراع کړل، «هائيډروسلفيورک ايسډ» او «کاسټيک سوډا» جوړولو ترکيب هم نوموړي وړاندې کړل، نوموړي د زيتون له تېلو ګليسرين جوړ کړل، نوموړی لومړنی کيمياپوه ؤ چې هر څيز کې يې د درې ځانګړنو «سلفر، سالټ او مرکري» د شتون خبر ورکړ، چې کلونه وروسته د اروپا (Paracelus) ددې خبر ورکړ، نوموړي خپل کيمياوي معلومات په طب کې وکارؤل، امام رازي د درملو دقيق وزن لپاره ځانګړې تله اختراع کړه،چې هر ډول کوچني څيزونو د تول وړتيا يې درلوده، دا تله د ساينس په لابراتوار کې کارول کېږي.

د هسپانيا مشهور کيمياپوه مسلمه المجرايطي ؤ، چې په دې هکله يې دوه کتابونه هم تأليف کړل، د نوموړي «غاية الحکم» کتاب لاتيني ته هم ژباړل شوی، د اروپا په منځنۍ پېړيو کې دا کتاب د کيميا په برخه کې مستند مأخذ شمېرل کېدهٔ او څو سوه کاله په درسي کريکولم کې شامل ؤ.

ابومنصور لومړنی بريالی ساينسپوه ؤ چې:

۱-سوډيم کاربونيټ او پوټاشيم کاربونيټ ترمنځ توپير واضح کړ؛ ځکه چې د دې ترمنځ ډېر کم توپير دی.

۲-نوموړي سپينه طوطيا(Arsenious Oxide) خالص سپين پوډر ونومول، د يؤ بل ډول پوډرو يادؤنه يې هم وکړه چې (Silicic Acid) نومېږي.

۳-نوموړي د «پلاسټر اف پيرس» جوړولو تګلاره وښوده چې د ماتو شويو هډونو په جوړولو کې ترې کار اخيستل کېږي.

۴-نوموړي واضحه کړه چې مِس په هوا سره شين رنګ راوړي او که تاؤدهٔ شي نو تور رنګ پرې غالبېږي.

نور بيا…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button