بېلابېلې لیکنېلیکنې

د اوبو پر مدیریت د حکومت ګړندۍ هڅې

وحيدالله - هڅاند

 

د بشریت په وده کې اوبه يو له هغو مهمو توکو څخه شمېرل کېږي،چې د نړۍ سترو تمدونونو او امپراتوريو د اوبو له برکته وده کړې او اقتصاد يې نن پر پښو ولاړ دی. اوبه چې د څښتن تعالی له لوري ستره پېرزوينه ده، چې خپلو بنده ګانو ته يې ډالۍ کړې، نو هرو مرو يې بايد شکرانه ادا کړو او د قدر په سترګو ورته وګورو، ځکه همدا اوبه دي، چې د ځمکې په زرغونولو کې خورا مهم او بنسټیز رول لري او پرته له اوبو کرنه، صنعت او ژوند ناشونی دی.

افغانستان چې د منځنۍ او سویلي آسیا ترمنځ یو جیو ستراتیژیک موقعيت لري، د آسیا پرکچه د اوبو له امله غني دی او اوبیزې زیرمې يې د نړۍ په ډېرو هېوادو کې نشته، افغانان که هر څومره ډېرې اوبه لري، خو بيا هم د وچکالۍ او اوبو ته د نه لاس رسي له ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي. د افغانستان نیمايي خاوره غرونه تشکليوي، چې ډېری وخت په طبیعت کې غرونه د اوبو برجونه نومول شوي. همدا لامل دی، چې افغانستان په سيمه کې د اوبو ډېرې سترې زېرمې لري، خو له ډېره بده مرغه د تېرو څه د پاسه څلوېښت کلنو ناخوالو، تپل شويو جګړو او چارواکو د بې پروايۍ له امله تر ننه د افغانستان پر سر اسماني ارزښت او بالقوه شتمني ګاونډيو هېوادونو ډالۍ کېده.

افغانستان ۶۹ بيليون متر مکعب اوبه لري، چې له دې څخه ۵۳ بيليون متر مکعب يې د ځمکې پر سر او ۱۶ بيليون متر مکعب يې تر ځمکې لاندې اوبه دي. له دې اندازې يوازې ۲۳ بيليون متر مکعب اوبه کاروي او پاتې ۴۶ بيليون متر مکعب اوبه په وړيا ډول ګاونډيو هېوادونو ته هسې خوشې بهيږي او افغانان هېڅ ډول ګټه ترې تر لاسه کولای نه شي.

د څېړنو مرکز د شمېرو پر بنسټ، هر کال ۱۹ میلیارده متر مکعبه اوبه پاکستان ته ورځي او ۳۴ میلیارده متر مکعبه اوبه ایران ته ځي، چې دوی دواړو افغان اوبو ته سترې ذخيرې جوړې کړې او د اړتیا په صورت کې ترې ګټه پورته کوي، خو لله الحمد له دې وروسته به د افغانستان اوبه بابېزه نه ګڼل کېږي، بلکې لومړی به د همدغو اوبو څخه په خپل ټاټوبي کې اعظمي ګټه اخيستل کېږي او د هېواد شاړې دښتې به پرې زرغونېږي، هغه داسې ده، چې په دې وروستيو کې د اوبو مدیریت ته ځانګړې پاملرنه زياته شوې او حکومت په دې برخه کې لنډ مهالي او اوږد مهالي پلانونه لري، چې د اوبو مدیریت لپاره د هېواد په کچه کوچني او ستر بندونه جوړ کړي. د دغو بندونو په جوړېدو سره به د هېواد په کچه د سېلابونو راوتلو خطر کم کړي، بل لوری به هغه خوشې اوبه ذخيره شي،چې کلونه کلونه ګاونډيو هېوادونو پرې مزې چړچړې کولې او د ژوند اړين توکي او پيداوار به يې له دې لارې پوره کول!

د اقلیم د کارپوهانو د اټکلونو پر بنسټ په نږدې راتلونکي کې به تر ۲۰۲۵ کلونو په افریقا، پاکستان او هند کې نږدې ۱،۸ میلیارده وګړي د اوبو له کمښت سره مخ شي. همدا اوس په نړۍ کې ١،٢ ميليارده انسانان د څښاک پاکو اوبو ته هېڅ لاسرسی نه لري،  ٢،۴ ميليارده انسانان چې د نړۍ۴۰ سلنه وګړي جوړوي، نه شي کولی خپلې کارول شوې اوبه په سمه توګه راغونډې او بېرته تصفیه کړي، همدا ناولې او چټلې اوبه د کانالېزسيون د نشتوالي له امله د ۸۰ سلنې ناروغیو لامل ګرځي.

اوس افغانستان په داسې حالت کې قرار لري،چې د نورو ستونزو ترڅنګ د اوبو سالم مديريت ورته ډېر اړين دی، ځکه که موږ د خپل هېواد اوبه سمې مدیریت نه کړو،نو له ګڼو ستونزو سره به مخ شو، چې ښه بېلګه يې په افغانستان کې د برېښنا کموالی په ګوته کېږي، چې په مستقيمه توګه له اوبو سره تړلی،ځکه په اوسني وخت کې داخلي برېښنا نه شي کولای د افغانانو پر مخ پرتې ۲۴ ساعته ستونزې حل کړای شي،نو له همدې امله اړتيا شته چې خپلې خدای راکړې اوبه په خپله مديريت کړو، د هېواد په ټولو سيندونو د برېښنا بندونه جوړ کړو، په دې سره به وطن کې د اړتيا وړ برېښنا زياته شي او کارخونې به مو خپل فعاليتونه ۲۴ ساعته مخ ته وړي او موږ به په ټوله کې د پردۍ انرژۍ له محتاجه خلاص شو!

په اوسني وخت کې د اوبو د استفادې په برخه کې د سپما سیاستونه او د هېواد د اوبو په مدیریت کې د دولتي ادارو ترمنځ همغږي اړینه بلل کېږي؛ ځکه د طبیعي سرچینو په کارولو کې د وګړو چلند ډېر اغېزمن دی،چې دا چاره د اوبو په مدیریت کې اغېزمنه تمامېدای شي. د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د نظر د یووالي لپاره باید دولت له ښوونیزو ، تحصیلي بنسټونو او جوماتونو کار واخلي چې حقوقي ذهنیت په یوې اکاډمیکې او ملي مفکورې بدل کړي. اوسنيو شرايطو ته په کتو چې د اوبو مدیریت په برخه کې اړین برېښي، د دولتي ادارو ترمنځ همغږي ده. ځکه موسمي بدلونونه او له امله یې د اوبو کمښت د نړۍ په کچه د پام وړ مهمه پدیده ده. افغانستان چې اتیا سلنه د اوبو سرچینې یې په کرنیزو چارو کې لګول کېږي اړینه ده چې حکومت په دې برخه کې د بېلابېلو هېوادونو تجربو ته په پام سره لازم بدلونونه رامنځته کړي !

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button