دینې لیکنېلیکنې

د منځنۍ آسیا د اسلامي تمدن ځینې مشهورې سیمې او علماء !

څلورمه برخه /  م حمادشیرزاد

 

د اسلامي تمدن د دغو سیمو یادونه د خپل تېر برم د اعادې په پار او د خپل زرین تاریخ او هغه اشخاصو چې اسلامي امت او انسانیت ته یې خدمت ترسره کړی، مهمه ده، تر څو د هغو اسلافو چې ژوند یې د اسلام او اسلامي امت خدمت ته وقف کړی و، تاریخ وپېژنو او پر لاره یې لاړ شو او هغوی چې د دوی زرینه لار پرېښوده، کفر ته مغلوب او اسلامیت پکې ورک شو، عبرت ورځنې واخلو او د خپلو مشرانو، اسلافو، اسلامي نظام او خپلې اسلامي ځمکې قدر وپیژنو.

په یاده سلسله کې د اسلامي تمدن یوې بلې مشهورې سیمې ته ورځو، هغه سیمه چې د البیروني او زمحشري علمي خدمتونو او خوارزمي سلطنت او دولت شهرت ورکړ، د نړۍ په اصطلاح نه تسخیرېدونکو چنګیزیانو ته یې ماتې ورکړې او تر ننه یې د تاریخ په زرینو پاڼو کې کارنامې ساتل شوي او نسل په نسل مخته وړل کېږي، دا سیمه خوارزم نومېږي.

تاریخ او حالات:

خوارزم چې په اوسني وخت کې ورته خیوه ویل کېږي، د ازبيکستان یو له مشهورو سیمو څخه ګڼل کېږي، خیوه په خپله د خوارزم ولایت یوه سیمه ده، چې اوس دغې ټول ولایت ته د خیوې نوم کارول کېږي، که څه هم تاریخ او پخپله زیات خلک ورته اوس هم د خوارزم نوم کاروي، خوارزم هم د اسلامي تمدن، اسلامي آبادۍ، تاریخي آثارو، علم او فنونو یو ستر مرکز و، چې اوس یواځې یادې آبادۍ، تاریخي مدرسې او جوماتونه د نندارې او سیل لپاره خلاص دي.

خوارزم هغه سیمه ده چې د لومړي ځل لپاره د اسلام وتلي فاتح قتیبه بن مسلم د هجرت په ۹۳ کال فتحه او دلته خلک په اسلام مشرف شول، نوموړي دلته هم د اسلامي تعلیماتو، مدرسو، جوماتونو او نورو درسګاوو بنیاد کېښود، هماغه و چې اسلام د دې خلکو په زړونو کې سرایت وکړ او کلونه کلونه دوی د اسلام کلک مدافع او ویاړلي خلک پاتې شول.

خوارزم/ خیوه کې پخواني آثار زیات شتون لري، یاده سیمه هم د وریښمو د یوې لارې پر سر پرته ده، لاسي صنایع او نور تجارت تر اوسه په کې جریان لري، له تاریخي آبادیو څخه یې «قلعه ایچان» ده چې پکې د ننه بیا بېلابېلې مدرسې، کورونه او نور تاریخي آثرات شته، «ارګ کنیا» هم مشهوره قلعه ده، «مدرسه محمد امین» بیا بل تاریخي اثر دی، « د کالتا مناره» او همدا راز بېلابېلې مقبرې او د خیوې پخوانی تاریخي جومات هم شامل دی.

مشهور علماء!

د خوارزم سیمې شخصیتونه ډېر دي، چې تاریخونه او کارنامې یې د دولتونو او سلطنتونو په کتابونو کې ثبت دي، لکه علاؤ الدین خوارزم شاه او جلال الدین، موږ به یې یوازې یو څو مشهور علماء یاد کړو.

۱- د پینځمې صدۍ د اسلامي نړۍ مشهور فلسفي، طبیبان، کیمیادان، ریاضي دان، تاریخ پوه، روان شناس او د بېلابېلو علومو ماهر ابو ریحان البیروني د یادې سیمې و، خپل نوم یې محمد بن احمد البیرونی دی، په بېلابېلو فنونو کې یې نه ستړي کېدونکي خدمتونه او تصنیفات ترسره کړي، چې شمېر یې تر ۱۵۰ رسېږي، چې کتاب الصیدله، تحقیق الهند، د هندسې، ریاضي، فلکیات او نورو برخو مشهور کتابونه،چې اوسنۍ نړۍ ترېنه بشپړه ګټه پورته کوي او په کال ۴۴۰ یا ۴۴۲ هـ کې وفات شوی.

۲-  د دریمې صدۍ مشهور فلسفي، ریاضي دان او تاریخ پوه شخصیت ابوجعفر محمد بن موسی خوارزمي هم د یادې سیمې و، نوموړي ته د الجبر مدون هم ویل کېږي، نوموړي پخپل وخت کې د بېلابېلو ساینسي علومو، هندسې، جبر او ریاضي خدمت ترسره کړی او تصنیفات یې پکې کړي، چې الجبر و المقابله او حساب الهند یې زیات مشهور دي، چې د نړۍ بېلابېلو ژبو ته ژباړل شوي او په کال ۲۳۲ هجري کې وفات شو.

۳-  جار الله زمخشري چې د مشهور تفسیر کشاف مصنف دی، نوموړی محمود بن عمر زمخشري خوارزمي، په ابوالقاسم او جار الله زمخشري باندې یې شهرت موندلی و، مشهور مفسر، ژبپوه، خطیب او ادیب عالم و، زیات تصنیفات یې ترسره کړي، چې مشهور یې تفسیر کشاف، اساس البلاغم، نحو کې زیات کتابونه، ادب، بلاغه او نورو فنونو کې هم، نوموړی په ۵۳۸هـ کې وفات شو. او داسې نور.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button