دینې لیکنېلیکنې

د ساينس پرمختګ کې د مسلمانانو رول

اسلامي نړۍ کې د ساينس پيل په لومړۍ هجري پېړۍ هغه وخت وشو چې اميرمعاويه رضی الله عنه په امر(۶۰)مه هجري کې د طب يو کتاب له يوناني نه عربي ته وژباړل شو، بيا د نوموړي لمسي خالد (۷۰۴م) دې ته پراختيا ورکړه، له نوموړي وروسته مامون الرشيد (۸۱۳- ۸۳۳م) په پراخه کچه د ژباړې لپاره د «بيت الحکمة» په نامه د يو مرکز بنسټ کېښود، چې د راتلونکي لپاره په ساينس کې د څېړنو په مرکز بدل شو، ژباړونکو ته به د ښه معاش سربېره د کتاب د وزن په اندازه سره زر هم ورکول کېده، په همدې شکل تر لسمې عيسوي پېړۍ پورې د نورو ژبو مهم علوم عربي ته انتقال شول.
مسلمانانو يواځې يوناني علوم ونه ژباړل بلکې د هغې يې تنقيدي بيا کتنه هم وکړه، تېروتنې يې يواځې په نښه نه بلکې د هغې اصلاح يې هم وکړه، همداسې بېلابېل ساينسي علوم لکه: کيميا، فزيک، رياضي، ميخانيک، نباتيات، حيوانيات، فلکيات، طب او … ته پراختيا ورکړه، په دې کې يې د خپلو تجربو او څېړنو په رڼا کې د پام وړ زياتونې وکړې چې د ساينس په تاريخ کې اوس يوه مهمه برخه ګرځېدلې
ده.
په منځنۍ پېړيو کې مسلمانو ساينسپوهانو ساينس ته بې کچې پراختيا ورکړه تر دې چې د ټولو معاصرو ملتونو نه مخکې لاړل، مسلمانانو په اتمه پېړۍ کې ساينسي څېړنې پيل کړې او د اوولسمې پېړۍ تر پيله يې روانې وساتلې، په دې کې له نهمې تر ديارلسمې يانې پنځه پېړۍ د عروج دي چې لسمه او يوولسمه پېړۍ د مسلمانانو علومو او فنونو د پرمختګ څوکې(Peak) په نامه يادېږي، که په هغه وخت کې نوبل جايزې وای نو مسلمانانو به کم تر کمه څلور زره نوبل جايزې ګټلې وای.
مسلمانانو نه يواځې دا چې ساينس ته پرمختګ ورکړ،بلکې نورو ملتونو ته يې هم وښود، له مسلمانانو څخه ساينسي علوم تر ټولو ډېر اروپايي ملتونو لکه پرتګاليانو، فرانسويانو، ايټالويانو او انګرېزانو زده کړل.
د (Ecclesiastical History) ليکوال موشين وايي:« ددې اعتراف بايد وشي چې فزيک دی که ستورپوهنه، فلسفه ده که رياضي، کيميا ده که نور علوم چې د لسمې پېړۍ په اوږدو کې اروپا کې خپاره شول؛ په واقعيت کې د عربو علماوو نه وو زده شوي » يو بل تاريخپوه «ډکن ناوس» په دې اعتراف کوي،چې «د مسلمانانو له علمي هڅو، د تأليف او تدريس سرګرميو نه پرته د اروپا پر ځمکه د ګليلو او نيوټن څرګندېدل ناممکنه وه».
مشهور تاريخپوه فلپ کی حتي (Philip k. Hatti) ليکي چې: «ديارلسمې پېړۍ تر پايه عربي ساينس او فلسفه اروپا ته انتقال شوې وه».
د مسلمانانو په ساينسي کارنامو له کلونو راهيسې څېړونکی يو جرمني رياضي پوه (E. Wiedemann) ويلي دي: «سمه ده چې عربانو ځينې نظريات له يونانيانو اخيستي وو البته دوی په دې نظرياتو ځانونه قانع او په بېلابېلو وختونو کې يې د حالاتو موافق تطبیق کړل، بيا دوی نوي نظريات او عجيبه څېړنې وړاندې کړې، په همدې ډول د دوی علمي خدمات له نيوټن او نورو پوهانو له هڅو کم نه دي». ډرېپر(Draper) ليکي: «د مسلمانانو د عروج پر مهال پخواني علومو کې د پام وړ زياتونې وشوې او د ډېرو نويو علومو بنسټ کېښودل شو» د بېلګې په ډول کيميا، الجبر، هندسه، مثلثات، جغرافيه او … علومو ايجاد همدې مسلمانانو کړی، د ساينس نورو څانګو په ځانګړي ډول فزيک او حساب ته يې ډېره پراختيا ورکړه.
جورج سارټن وايي،چې په منځنيو پېړيو کې ساينس ته د پرمختګ ورکولو تاج د مسلمانانو په سر دی، دوولسمه او ديارلسمه پېړۍ کې مسلمانان په حساب او فلکياتو علم کې له اروپايانو ډېر مخکې وو، له شپاړسمې پېړۍ څخه د اروپا د پرمختګ دوره پيل شوه، د اتمې پېړۍ له نيمايي څخه د پنځلسمې پېړۍ تر پايه پورې يعنې مسلمانانو له ساينس نه (۷۰۰) کاله خپله هم ګټه پورته کړه او نور يې هم ترې برخمن کړل.
د ساينس په ډګر کې د مسلمانانو د پُرجوشې بوختيا دور له نهمې عيسوي پېړۍ نه تر ديارلسمې پېړۍ پورې و، په دې پنځه پېړيو کې مسلمان ساينسپوهان د ساينس په ډګر کې له ټولو ملتونو نه مخکې وو، د دې اټکل له دې کېږي چې د ساينس تاريخپوهانو د يوې کتنې سره سم په يادو پېړيو کې چې څومره نامتو ساينسپوهان پيدا شوي په دې کې لويه برخه د مسلمانو ساينسپوهانو وه، يعنې په ساينس کې موږ زبرځواک و.
په لوېديځ کې چې هغه مهال څومره مشهور ساينسپوهان پيدا شوي ول، (۷۰) سلنه ساينسپوهانو د مسلمانانو له کتابونو نه په ګټې اخيستلو دا مقام لاسته راوړی و، په منځنيو پېړيو کې چې د اروپا په لويه وچه څومره ساينسپوهان پيدا شوي ټول يا زياتره په هغو هېوادونو کې پيدا شوي چې د هسپانيا(اندلس) په ګاونډ کې پراته وو، يعنې فرانسه، ايټاليا، جرمني، سسلي، برېتانيا او بلجيم دي، له لرو پرتو هېوادونو څخه په پولينډ کې يو ساينسپوه پيدا شوی و، په يونان، هنګري، اسټريا، البانيا، رومانيا، چيک سلواکيا، ناروی، سويډن، فنلينډ، روسيه او … کې يو هم نه و، دا واقعيت خپله د دې ښکارندویي کوي چې د مسلمانې هسپانيا له برکته هغه مهال اروپايي ساينسپوهانو په ساينس کې عالي مقامونه لاسته راوړل، چې لرې پراته هېوادونه بيا له دې خيره بې برخې ول.
اروپايانو د مسلمانانو کتابونه وژباړل او ساينسي څېړنو ته يې پرمختګ ورکړ، البته په دې برخه کې يې ستر خيانت دا وکړ،چې دا کتابونه يې په لاتيني ژبه وژباړل او د ليکوالانو نومونه يې هم لاتيني ته وژباړل چې له کبله يې پېژندګلوي ستونزمنه شوه، څوک نه پوهېدل چې دا کتابونه مسلمانانو ليکلي او که غيرمسلمو ليکلی دي.
الرازي (Rhazes)، ابن سينا (Avicenna)، ابن رُشد (Averroes) البستاني (Albatinius)، ابن الهيثم (Alhazem) او … ته وژباړل.
(R. Briffault) ليکي چې « د اروپا د پرمختګ په هره برخه کې د اسلامي تمدن نښې نښانې له ورايه ښکاري، البته دا آثار دومره واضح او مهم نه دي څومره اهميت چې د دې ځواک په ښکاره کېدو کې دی،چې د نوې نړۍ د پرمختګ له ټولو ستر راز دی يعنې ساينس او ساينسي فکري تګلاره».
بدبختانه چې موږ د مسلمان ساينسپوهانو خدماتو، نوښتونو او څېړنو په هکله مکمل معلومات نلرو؛ ځکه چې د مسلمانانو له درې ميليونو ډېر کتابونه د اور او اوبو خوراک شول، ول ډيورانټ ليکي:
«مسلمانانو چې په دنيوي علومو کې څومره پرمختګ کړی و د دې دقيق اټکل ممکن ځکه نه دی،چې د وختونو له ناخوالو کوم څه اوس پاتې دي؛ د هغې ډېره کوچنۍ برخه ده، د مسلمانانو د زرينې دورې له کتابونو په زرو کې يو هم اوس نشته».
نور بيا…

دويمه برخه – لیکوال: پروفیسور ارشد جاوید – ژباړه: انوارالحق عاصم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *