دینې لیکنېلیکنې

فلسطین او اتیا کاله مبارزه

په اسلامي خلافتونو کې د قدس او فلسطین دریځ ته کتنه
قدس او فلسطین د امیرالمومنین حضرت عمر فاروق ض الله تعالی عنه په وخت کې فتح شوي. رسول الله صل الله علیه وسلم شداد بن اوس ته زېری ورکړی و چې بیت المقدس به په ډېر نږدې وخت کې فتح او د مسلمانانو لاسونو ته به ولوېږي.( دلته دا یادونه اړینه ده چې د رسول ص له بعثت وروسته هم کلونه کلونه بیت المقدس د صلیبیانو په لاسونو کې و او همدا لومړی تمځای و چې رسول اکرم ص اسمانونو ته ترې پورته شوی و.) طبراني وایي: (( شام به فتح شي، بیت المقدس به فتح شي.)) مسلمانانو په ۶۳۴ میلادي کال کې چې د امیرالمومنین حضرت عمرفاروق رض زمانه وه، د عمرو بن عاص رض په مشرۍ اجنادین کې صلیبان له شرمونکې ماتې سره مخ کړل. دغه مهال عمرو بن عاص د نورو صحابه کرامو په سرښندنه د بیستان، غزې، نابلس، لود، یافا او نور ښارونه ترلاسه کړل. له دغه نېټې ټیک دوه کاله وروسته یعنې په ۶۳۶ میلادي کې د حضرت خالد بن ولید په مشرۍ په یرموک ستر جنګ کې صلیبان مات او د قدس ښار هم د مسلمانانو تر ولکې لاندې راغی. یوه یادونه باید وکړو چې قدس د ابو عبیده بن جراح او د حضرت عمر بن عاص په ملګرتیا او ګډې قومندې څلور میاشتې د مسلمانانو په کلابندۍ کې و. صلیبیان مجبور شول چې سولې ته غاړه کېږدي خو یو شرط یې کېښود چې د سولې لوری به حضرت عمر فاروق( د مسلمانو دویم خلیفه) وي. حضرت عمر فاروق رض دا سوله په دې خاطر هم ومنله چې د مسلمانو څرګند بری یې لیده. وروسته یې حضرت علي رض د ځان ځایناستی کړ او په خپله قدس ته ورغی، تر څو د سولې تړون لاسلیک کړي. د دغې سولې مذاکره کوونکي پلاوي کې خالد بن ولید، عمرو بن عاص، عبدالرحمن بن عوف او معاویه بن سفیان رض الله عنهم وو.
دا سوله د هجري کلونو په حساب په ۱۵ کال لاسلیک شوې. دا هغه کال و چې قدس کې د اسلام ډیوه بله شوه. دا هغه مهال دی چې قدس په واقعي مانا خپل بایللی عظمت او ارزښت ترلاسه کړ. بل خوا، د عباسیانو او امویانو پر مهال فلسطین د اسلامي حکومت له بنسټیزو مرکزونو څخه ګڼل کېده.
د سلطان صلاح الدین ایوبي په لاس د قدس فتح
د عباسیانو او امویانو تر خپلمنځي اړدوړ او د اسلامي خلافتونو تر نړېدو وروسته فلسطین او بیت المقدس یو ځل بیا د صلیبانو لاسونو ته ولوېد. دا ځل په ۱۰۹۹ عیسوي کال د اسلام د ستر فاتح سلطان صلاح الدین ایوبي په مټ بیت المقدس د صلیبانو له سلطې خلاص شو. که څه هم په دې جګړو کې شاوخوا ۷۰ مسلمانان هم شهیدان شول،خو دا هغه مهال و چې فلسطین په بشپړه توګه د مسلمانانو په ولکه کې شو. پوره ۸۸ کاله بیت المقدس د صلیبیانو لاسونو ته لوېدلی و. دا ځل د عمادالدین او نورالدین زنګي لښکرې له صلیبانو سره وجنګېدې او بیا صلاح الدین ایوبي په یوه برخلیک ټاکونکې جګړه(حطین) کې صلیبیان تارومار کړل. په ۱۲۹۱ میلادي کال کې مسلمانان په دې وتوانېدل چې فلسطین په بشپړه توګه د فلسطینیانو له بتانو پاک کړي.
فسطین په عثماني خلافت کې
د عثماني خلافت پر مهال او پېر کې فلسطین د مسلمانو اصلي مرکز او سیاسي ځایګی و. ۱۵۱۶ میلادي کلونو کې فلسطین له ځانکړي سیاسي ارزښته برخوردار و او پوره څلور پېړۍ د عثمانیانو تر ولکې لاندې و. په ۱۸۵۰ میلادي کال کې د عثمانیانو خلیفه عبدالمجید فلسطین ته د صهیونستانو د راتګ او مهاجرت هغه طرحه رد کړه، کومه چې انګلیسانو جوړه کړې وه. حتی په ۱۸۹۲ میلادي کال کې د نوموړي زوی سلطان عبدالحمید وتوانېده چې له فلسطینه د صهیونستانو ټول ښارګوټې وباسي.
قلسطین ته د یهودانو ډله ییز لېږد
تر لومړي نړیوالې جګړې مخکې یهودي صهیونستانو په سویس کې یوه کنګره چمتو کړه چې تر ټولو ستر بحث او مصوبه یې فلسطین ته د صهیونستانو ډله ییز لېږد و. بحث او موافقه پر دې وشوه چې صهیونستان به فلسطین ته ولېږدول شي او هلته به یو خپلواک هېواد رامنځته کړي چې نوم به یې اسراییل او پلازمېنه به یې تل اویو وي. صهیونستانو ته په دغه کنګره کې وویل شو چې له ارجنټاین، اوګانډا، جبل الاخضر او یا هم بل کوم ټاټوبی غوره کړي، خو صهیونستانو نه یوه کړه نه بله یوازې یې فلسطین او بیت المقدس غوښت. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال انګلستانو له عربانو سره اړیکې ورغولې او په دې خاطر یې له عثماني خلافاوو سره په جنګ واړول.
فلسطین د انګلستان مستعمره
تر لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته چې عثماني خلافت د فرانسې او انګلستان په لاس سقوط شو، نو د اسلامي نړۍ پولې ونړېدې او ګڼ دولتونه یې رامنځته کړل. کفارو په دغه خطه کې سوریه، اردن، لبنان، عراق او ګڼ عربي ممالک رامنځته کړل. حتی په دغو هېوادونو کې داسې هم و چې مستقیماً د انګلستان په ولکه او کنټرول کې پاتې شول. اردن، عربي او خلیجي هېوادونه د انګستانو غیر مستقیمې مستعمرې وې او هلته یې ګوډاګي واکمنان واکمن او د دوی په الفبا به مخکې تلل. بل پلو، اردن او لبنان هغه هېوادونه و چې د فرانسې تر قانون او ایین لاندې راغلل. سیمه کې د کفارو پرله پسې نفوذ وکولی شو،چې اسراییلي حکومت بنسټونه پیاوړي کړي او نور هم د دوی ملګرتیا ته رابولي.
د امپریالېزم طرحه او د فلسطینیانو پاڅون
له ۱۹۱۷-۱۹۴۸ پورې انګلستان د برتیانیې په اشغال کې و. په لومړيو کې بریتانویان د یهودانو کلک او نږدې ملاتړي وو، له هغه وروسته امریکا د اسراییلو پراخ ملاتړ ته راودانګل او فلسطین ته یې د صهیونستانو د ډله ییز لېږد زمینه برابره کړه. دوی په رسمي بیانونو کې ومنله چې فلسطین د یهودو خپلواک هېواد دی. د یهودانو له ډله ییز لېږد وورسته د دغې سیمې بومیانو او اصلي استوګنو د غربیانو او انګلیسانو د دې طرحې پر وړاندې پر پراخ لاریون او پاڅون لاس پورې کړ. فرانسې او انګلستان، د دې لپاره چې پر دې اور اوبه توی کړي او د فلسطینیانو او یهودانو کړکېچ کم کړي، نو عربو ګوډاګیو واکمنانو ته یې مخه کړه او هغوی یې د لاسپاک په څېر وکارول. بالاخره په ۱۹۱۹ میلادي کال کې په پاریس کې د سولې یو کنفرانس دایر شو چې د سوریې پاچا امیر فیصل د انګلیس او فرانسې د فشارونو له کبله د عربو عمومي استازولي ته غاړه کېښوده او په دغه سیمه کې د یهودو او فلسطینیانو د شتون طرحه تائید کړه. له دغه تړون سره په سیمه کې پراخ لاریونونه وشول. په ۱۹۲۰ کې فلسطینیانو په پراخه کچه لاریونونه وکړل چې د برېتانوي رژیم مداخله یې پکې وغندله. پارېدلي فلسطینیان په مسجدالاقصی کې راټول شول او د یهودو له نظامیانو سره په شخړه واوښتل. په دغه جګړه کې یو شمېر معترضان شهیدان او په بیت المقدس کې د انګلستان ګڼ تاسیسات او ماڼۍ وسوځول شوې چې بې حسابه لوی مالي زیان ورواښت.

ژباړن: سلطان جان خاکسار / دویمه برخه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *