لیکنېمقالی اوتبصرې

د حماسو او انقلابونو رهبر درېيم عمر

په داسې وخت کې چې په نړۍ کې د اسلام سیاسي نظام هېڅ شتون نه درلود او په افغانستان کې د روسانو له ماتې وروسته خپلسریو او پاټک سالاریو ټول هېواد په سر اخیستی و د روسانو په مقابل کې د جهادي بهیر یو تن مجاهد او د مبارزینو د کاروان ګډونوال د ظلم، فساد او لنډغرۍ په وړاندي را پورته شو او په جهادي مبارزه یې د هېواد ډېره برخه د ښایسته اسلامي نظام په عدل ښایسته کړه او محمدي شریعت یې د قانون په صفت په هېواد کې نافذ کړ؛ هغه کس ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله و، نوموړی داسی مشر و،چې په هېواد كې يې په خپلې واكمنۍ كې داسې شرعي نظام راوست چې د اسلامي خلافت د سقوط را پدې خوا يې نمونه نه وه لیدل سوې؛
داسې مشر و، چې نړۍ ته يې د هغه خلکو طاقت او توان وښود چې خلکو ورسره پاچاهي بده ګڼله بلكې د هغوی وظيفه يې يوازې د ماشوم په غوږ كې آذان، په جوماتونو كې امامت، د مړو پرېول او داسې نور شیان بلل؛
داسې مشر و،چې ټول قومندانان يې د اخلاقو، اخلاص او ساده سيرت څخه متأثر شوي وو او يوه ذره يې ورڅخه بغاوت نه کوی؛
داسې مشر و، چې هر چا يوځلې ليدلی وای ټوله عمر يې تعريف كوي او په تنها ليدلو يې تر تأثير لاندې راتلی؛
داسې مشر و، چې د نړۍ ټول رښتيني مجاهدين يې اتل، قهرمان او عمر ثالث بولي؛
داسې مشر و چې د فرمان چلېدلو ته يې نه د فيلم اړتيا وه، نه د تصوير اړتيا وه او نه هم د ږغ بلکې په ليكلو پيغامونو او نامه يې فرمان چلېدی.
داسې مشر و،چې د يوه مسلمان مجاهد لپاره يې ټول حكومت له لاسه وركړ خو د كفر غلامي يې قبوله نه كړه او د اسلام د هيبت او وقار شمله يې ټيټه نه كړه؛
داسې مشر و،چې كله امريكا ورڅخه د اسامه ورسپارلو غوښتنه كوله د ځينو خلکو سره مشوره كوي څوك ورته وايي: د اسامه سپارل ضرر قليل دی او زموږ د اسلامي نظام پاتېدل منفعت كثير دی د ډېر منفعت لپاره سړی لږ ضرر ګالي؛ دی ورته وايي: ډېر منفعت د اسلام د هيبت او وقار ساتل دي، د اسلام د حريت او ايماني عزم ښكاره كول دي او كافر ته نه تسليمېدل دي او لږ ضرر زما د حكومت له لاسه وركول دي؛ زه خپل حكومت له لاسه وركوم خو د اسلام وقار او عزت نه كښته كوم؛ هېڅكله به اسامه امريكايانو ته تسليم نه كړم؛
داسې مشر و،چې په يوه فرمان يې په ټول هېواد كې مطلقاً د نشه ييزو توكو كرل عملي بند كړل؛
داسې مشر و، چې له دنيا ولاړ،خو نه يې شخصي ښارګوټي پرېښودل نه يې لويې بنګلې او ساختمانونه پرېښودل؛
داسې مشر و،چې كله به د خپلو ملګرو سره پر لاره روان وو د چا په فكر كې به نه راتله چې دغه به مشر وي؛
داسې مشر و،چې د يوې خاورينې جونګړې څخه يې د داسې حركت قيادت كوي چې د 47 متكبرو هېوادونو سره يې مقابله كول؛
داسې مشر و،چې نه يې مال ډېر وو، نه يې نفر ډېر و او نه يې هم ځمكه ډېره وه په خپل قوي ايمان او اوسپنيز عزم يې ځان د هر شي څخه مستغني كړی و او د نړۍ له ټولو لوی زبرځواك يې په همدغه ايماني قوت او الهي نصرت باندي مات كړ؛
داسې مشر و،چې په خپلې واكمنۍ كې يې داسې امنيت راوستلی و،چې په بازارونو كې به د لمانځه پر وخت د دوكانونو دروازې خلاصې وې يوه سورۍ ستن به هم نه غلا كېدل؛
او داسې مشر و،چې د هر چا سره يې موافقت او مخالفت يواځې د الله تعالی د دين لپاره وو.
الله تعالی دې قبر د جنت باغچه وګرځوي او د ده مجاهدينو ته دې الله تعالی د ده پر قدم د تللو توفيق وركړي.
په رښتيا چې دغه ته وايي مشر. الله پاك دې ورته جنت الفردوس وركړي.

مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *