لیکنېمقالی اوتبصرې

د سپټمبر يوولسمه پر افغانسان د يرغل لپاره دسيسه وه

د يرغل لپاره مقدمات
څرنګه چې مخکې يادونه وشوه د ۱۹۸۷-۱۹۹۹ کلونو په ترڅ کې پنجشېر ته د امریکا د مرکزي اطلاعاتو سازمان( سي آی اې)‌ مامورينو له پنځه ځلې پټو سفرونو وروسته د دغه سازمان له‌خوا د مسعود له جنګيالو سره د ګډ کار په موخه په واشنګټن کې د (ALEC) په نوم څانګه پرانيستل شوه چې اساسي دنده يې ظاهراْ د شيخ اسامه بن لادن وژل يا نيول وو. په دغه ټيم کې ۲۵ افسرانو او څېړونکو دنده ترسره کوله چې مشري يې د ریچارډ بلي پر غاړه وه. نوموړي مسعود خپل يو باوری ملګری باله او د چريکي جګړو له بنسټګر جيګوارا سره يې پرتله کاو. د هغه په باور مسعود ورته ويل چې د واشنګټن تر ټولو باوري ملګری همدی دی.
له هغه وروسته ريچارډ بلي له مسعود سره په همغږۍ د افغانستان پر اوضاع د څار لپاره د ازبيکستان تاشکند ته ډرون څارونکې الوتکي واستولې.
د دغه ماموريت پر بنسټ د محمد اشرف غني لومړی مرستيال امرالله صالح هغه کس وو چې د سي آی اې او احمد شاه مسعود ترمنځ به يې پټ معلومات سره تبادله کول. کله چې مسعود د تخار ولايت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې په خپل دفتر کې له خبريالانو سره د مرکې پر مهال هدف وګرځېد او ووژل شو، صالح لومړنی کس وو چې په دې اړه يې ریچارډ بلي ته پیغام ولېږه. دغه مهال صالح هغه ته د وسلو، تجهيزاتو او لوژستيکي توکو يو ليسټ هم ور وسپاره او له امريکايي لوري يې د هغو ترلاسه کولو غوښتنه وکړه.
د درونټې له پېښې وروسته د متحده ايالتونو د ملي امنيت شورا د ترهګرۍ ضد رئيس ريچاردکلارک داسې قانوني اسناد چمتو کړل چې پر بنسټ يې د سې آی اې مامورينو له مسعود سره په ترهګرۍ ضد عملياتو کې ونډه اخېستلای شوای. په دې توګه د مسعود او سي آی اې مامورينو په همغږۍ د هغو اجنټانو د استخدام لړۍ هم پيل شوه چې د پيسو په بدل کې يې د اسلامي امارت پر ضد د امریکا او احمدشاه مسعود لپاره کار کاو.
همدارنګه د ۲۰۰۰ کال په دوبي کې د کوفربليک په مشرۍ د سی آی اې يو بل ټيم پنجشېر ته د سفر په ترڅ کې له مسعود سره د ليدنې ترڅنګ له هغو عرب مجاهدينو څخه هم څېړنې وکړې چې له شمالي ټلوالي سره اسيران وو. په دغه ليدنه کې مسعود د لازياتو تجهيزاتو او د طالبانو پر ضد د چټکو اقداماتو غوښتنه وکړه.
دغه مهال د شوروي يرغل پر مهال د افغان مجاهدينو په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي پيټرټامس له‌خوا حامد کرزي، عبدالحق او پخواني پاچا ظاهرشاه وهڅول شول څو له مسعود سره په ګډه د اسلامي امارت پر ضد په سويلي او ختيځو سيمو کې جنګي جبهې پرانيزي. د دغې ټولنې تنظيموونکي د ۲۰۰۰ کال په دوبي کې د امريکا د نظامي او تسليحاتي مرستو راجلبولو په موخه واشنګټن ته سفر وکړ او تکزاس ايالت په کانګريس کې يې د سناتور برواون بک په کوربه‌توب يوه استماعيه غونډه کې ګډون وکړ. په دغه غونډه کې د کرزي او مسعود دغه نوښت د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له‌خوا وستايل شو.
له هغه وروسته کارل اندرفورت له‌ پخواني پاچا ظاهرشاه سره د ليدنې لپاره روم ته سفر وکړ څو هغه هم د اسلامي امارت پر وړاندې د مقاومت جوړېدونکې ټلوالې سره مرستې ته وهڅوي. دغه مهال تاماس پکرنګ په واشنګټن کې د احمدشاه مسعود له استازي عبدالله عبدالله سره چې هغه مهال د امريکا په سفر بوخت وو، هم وليدل.
د همدغه کال په مني کې کرزي د پخواني پاچا د پلويانو د يو پلاوي په مشري له مسعود سره د ليدنې په موخه افغانستان ته سفر وکړ او په تخار کې يې له احمدشاه مسعود سره ليده کاته وکړل. په دغه ليدنه کې کرزي له مسعود سره ژمنه وکړه چې له طالبانو سره د جګړې لپاره چمتو دی.
دغه مهال چې د اسلامي امارت پر وړاندې د سراسري ټلوالې جوړېدو خبرو کې پرمختګ شوی و، نو د سي آی اې ټيم ته اجازه ورکړل شوه څو د کارونو لا چټکتيا او پنجشېر ته د خوندي سفر لپاره يوه می ۱۷ ډوله روسي څرخۍ وپيري. پلان دا وو چې دغه څرخۍ به د ازبيکستان هېواد په پلازمېنه تاشکند کې ميشته وه او وخت ناوخت به د سي آی اې مامورين ورڅخه پنجشېر ته د تګ لپاره استفاده کوي. د ژمي په لومړيو کې د سي آی اې يو يټم تاشکند ته لاړ او هلته يې دغه نوې پيرودل شوې مي ۱۷ روسي چورلکه معاينه کړه.
دا چې په امريکا کې د ۲۰۰۰ کال له ټاکنو وروسته جورج ډبليو بوش واک ته ورسېد، نو افغاني الاصله امريکايي زلمي خليلزاد په ملي امنيت شورا کې په دنده وګمارل شو. دغه مهال هغه هڅه کوله چې د اسلامي امارت پر وړاندې د پښتنو يو ټلواله رامنځته کړي، نو د همدغې طرحې پر بنسټ د سي آی اې پخواني رييس گریگ تينت د ۲۰۰۱ کال په پسرلي کې په پټه اسلام‌اباد ته سفر وکړ، په دغه سفر کې پاکستاني لوري له تينت څخه وغوښتل چې د دوی د خوښې وړ معتدلو پښتنو نوملړ ورکړي خو امريکا نه ‌غوښتل د دغه نوم لړ په ورکولو سره د خپلو اجنټانو هويت افشاء کړي. له دغه سفر وروسته د پاکستان د استخبارتي ادارې مشر جنرال محمود هم واشنګټن ته سفر وکړ.
دغه مهال احمدشاه مسعود په داسې حال کې چې د نظامي تسليحاتو ترلاسه کولو لپاره يې روسيې او ايران ته هم پټ سفر کړی و، د امريکا مرستيال ولسمشر ديک چېني ته د يو ليک په استولو سره له هغه څخه د مرستو غوښتنه وکړه.
له دې سره هممهاله احمدشاه مسعود د ۲۰۰۱ م کال په اپريل مياشت کې فرانسې ته د سفر په ترڅ کې د اروپا په پارلمان کې وينا وکړه. په دغه سفر کې د سي آی اې افسر ګيري شرون هم د مسعود ملتيا کوله چې نوم يې د مسعود د پلاوي په ليست کې افغان درج شوی و. په دغه سفر کې مسعود د يوې غونډې په ترڅ کې په زغرده د سي آی اې افسرانو ته وويل مخکې له دې چې وضعیت له کنټروله ووځي، امريکا بايد يو کار وکړي. هغه په ستراسبورک ښار کې د يو کنفرانس په ترڅ کې وويل: « که چېرې بوش له موږ سره مرسته ونه‌کړي، ترهګر به پر اروپا او امريکا هم بريدونه وکړي.»
له هغه وروسته پټرتامسن له قومندان عبدالحق او حامد کرزي سره له ليدنې وروسته په جون مياشت کې تاجيکستان ته سفر وکړ او د يوې پټې ستراتيژۍ پلان يې له احمدشاه مسعود سره شريک کړ. په ورته مهال د امریکا ولسمشر جورج ډبليو بوش په يوه غونډه کې خپل د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن رائس ته وويل: « د مچانو له شړلو ستړی شوی يم غواړم چې يرغليز حرکت ته مخه کړم.»
په دې لړ کې د اپريل په ۳۰ مه د امریکا د ملي امنيت کمېټې د مرستيالانو په لومړنۍ ناسته کې په سويلي آسيا کې د القاعده جهادي تنظيم له منځه وړل يو مهم لومړيتوب وګڼل شو. په غونډه کې له سي آی اې څخه وغوښتل شول څو له مسعود سره د مرستو د وړاندېز دوسيه د بحث لپاره راتلونکې غونډې وړاندې کړي.همدارنګه له دفاع وزارت څخه هم غوښتنه وشوه چې په افغانستان د القاعده پر اهدافو د احتمالي بريدونو له‌پاره خپل پلان چمتو کړي. د همدې کال په اګست کې د مسعود ځانګړی استازی عبدالله عبدالله واشنګتن ته ور وبلل شو او هلته يې د حامد کرزي له استازي قيوم کرزي سره په ګډه له ځينو امريکايي چارواکو سره ليده کاته وکړل.
د ۲۰۰۰ م کال د سپټمبر په څلورمه سپينې ماڼۍ د يوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان په اړه يوه پاليسۍ تصويب کړه چې په هغې کې له احمدشاه مسعود او د اسلامي امارت له نورو مخالفانو سره د مالي، تسليحاتي او لوژستيکي مرستو موارد او څرنګوالی شامل وو. په دې سره د سي آی اې حقوقي سلاکارانو له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې په همکارۍ د ولسمشر لپاره د داسې حکم په چمتو کولو کار پيل کړ چې په افغانستان کې يې د پټو عملياتو ترسره کولو ته لاره
هواروله .
نور بیا …

ابوالیاس جهادول – دويمه برخه:

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *