لیکنېمقالی اوتبصرې

د ولس له درده خبر رهبر

د خلکو له منځه را پاڅېد، د حق غږ یې پورته کړ، دې حق ازانګې وشوې، ظالمان یې ولړزول، ټول حق پلوي، د کورنیو جګړو اور او وحشت ځورولي زړونه یې سره په کم وخت کې یو موټی او درمان کړل، د حقپالونکو لپاره پناه ځای او مرجع وګرځېد او په خپلو کړنو د خپل ولس د زړونو په با اعتباره رهبر بدل شو. ولې؟ ځکه چې هم له دین، هم سیاست او هم له نړیوالو شیطانونو او پلانونو خبر و، له خپلو خلکو او خاورې یې ځان هېڅکله اوچت ونه باله او مبارزه یې د یوه ایماني او اسلامي مسئولیت له مخې پیل کړه، داسې مبارزه چې توکل او تکیه یې په بهرنیو هېوادونو او ځواکونو نه، بلکې پر خپل رب، خپل ولس او مبارزه کې ملګرو خپلو رښتینو یارانو
وه.
نن یوولسم کال پوره شو چې دغه رهبر په فزیکي ډول د افغانستان د خلکو په منځ کې نشته، خو دا چې په ګڼو رسنیو او شبکو کې ورته د «پخواني رهبر» اصطلاح وکارېدله، مناسبه نه ده، ځکه چې رښتیني رهبران نه مري، هغه اوس هم د اسلامي امارت په منځ کې هومره د درناوي او متابعت وړ دي، څومره چې په خپل ژوند و، هغه ځکه اوس هم رهبر دی،چې جوړه کړې لاره او کړنلاره یې پخوا په اوچت ځواک سره عملي کېږي او پیروان لري.
نن د دغه رهبر قبر همغسې په ساده بڼه په سپېرو خاورو کې د غرور یوه اسطوره ده، هغه نه ساتونکي لري، نه ممر ډبرې او ډيزاینونه، ځکه چې هغه د زړونو رهبر و، د خلکو له منځه را پاڅېدلي او د خپلو خلکو په څېر یې ژوند وکړ. مرحوم ملا محمد عمر مجاهد (رح) د افغانستان د معاصر تاریخ یوه داسې څېره وه چې د خپل هېواد د بحراني حالاتو مسیر یې د ارامۍ او سولې خواته سوق
کړ.
د افغان – روس له سپېڅلې مبارزې دغه را ستانه شوي غازي په ډېر ویاړ سره د یوه بل ستر انقلاب او سمون لپاره ملا وتړله، خپل نږدې ملګري یې له لاسه ورکړل، دا انقلاب یې د قربانۍ او ایثار پر روحیه وپاله او خپل یاران یې له داسې فکري روزنې او عزم سره پرېښودل چې د هغه له نشتون وروسته هم د جهاد او قربانۍ له روحیې سره پاتې شول او پوره دوه لسیزې وروسته یې د هغه ارمان پوره کړ.
هغه د یوه داسې لمر په څېر را پورته شو،چې له مخې یې تیارې مخ په ټولېدو وې او هرې ګوښې ته چې د وحشت، جګړې او فساد تیارې په کې خورې وې، په چټکۍ رسېده او خلکو ته یې د سباوون زېري ور وړل، تر دې چې د پينځه کلنې واکمنۍ او خدمت تصور یې وروسته په شل کلن مفسد دور کې خلکو ته بیخي د ارام او سکون د یوې افسانې په توګه پاتې شو.
په افغانستان غوندې هېواد کې رهبر جوړېدل دومره اسانه کار نه دی، خو یوازې هغه وخت چې د خپل ولس اړتیاوې او غوښتنې وپېژندل شي، ولسي پوهه موجوده وي، د خلکو غوښتنې درک شي او د هغوی په غږ بدل شي. دغه ملنګ صفته رهبر په ماڼیو او څوکیو واکمن نه و، د خلکو په زړونو کې یې ځای وموند او د هغوی په اتل بدل شو، ځکه خو د مرحوم ژوره ولسي پوهه، هېوادنۍ مینه، له دین څخه خبرتیا، ولسي پوهه او په وسله واله مبارزه کې د مخلصو او سرسپالو غازیانو مقررېدل د دې سبب شول چې د زړونو په منځ کې پاتې شي او د مبارزې مسیر په یوه فکري فلسفه بدل کړي چې تلپاتې شي.
په دې کې شک نشته چې نننی بیرونی استعمار قانون، اخلاق او نړیوال کنوانسیونونه او اصول یوازې په ژبه کاروي، په حقیقت کې د خپلو بادارانو پوځي ځواک او ټول امکانات ورسره ملګري دي چې د خپلې ناکامۍ په صورت کې یې په بې رحمۍ سره کاروي، چې اسرائیل یې غوره بېلګه ده، ځکه خو دغه رهبر دا درک کړې وه او خپلې پوځي ځواک او لیکې یې تل پیاوړې وساتلې، ځکه پوهېده چې که څوک د حق په خبره نه پوهېږي، نو ځواب یې د حق همداسې لښکر او ځواک دی. که داسې نه وی د نړۍ د سترو نیواکګرو د پوځي ټلوالې ( امریکا + اروپا) ماتول دومره اسان کار نه و. ځکه خو د دواړو یرغلګرو پر وړاندې ددغه بې الایشه او د ولس په رنګ ساده رهبر مبارزې رنګ راوړ او نن یې د رنګونو د خپرېدو جلوې ګورو.
پر ګور یې نور او د مبارزې لاره یې روښانه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *