الله (ج) وایي ( زنا [او دهغه اسبابو] ته مه نژدې کېږئ). نو لاندې به د هغه څو بدې او ناوړه اغېزې ولیکم ، څو مسلمانان ځانونه ترې وساتي:
1 ـــ بدلمنو ته د مصیبتونو را مخه شي .
2 ـــ دهغو له زړه د عبادت ولوله له منځه وړي .
3 ـــ په زړه باندی يې مهر لګېږي .
4 ـــ د هغو د ذلت او خوارۍ لامل جوړېږي.
5 ـــ د انسان غوره شهرت او ښه صفت ور سره ختمېږي .
6ـــ د بدلمنو زړونه توره وي .
7ـــ هغو د برکتونو له کموالي سره مخ کیږي .
8ـــ په بدلمنو انسانانو وچکالي او بېوزلي راځي .9ـــ د هغو نیک عملونه له منځه ځي .
10ـــ د هغوي زړونه سختوي .
11ـــ د الله ﷻ او د هغه انسان تر منځ واټن
پیدا راولي .
12ـــ د دې کوونکي د قیامت په ورځ د الله ج له رحمته بې برخې وي .
13ـــ د الله ج په وړاندې بدلمنی انسان سپک وي .
14ـــ زنا د قبر د عذاب لامل جوړېږي .
15ـــ بدلمني انسان له پاکې روزۍ څخه محروموي .
16ـــ که څوک یې حلاله یاده کړي ؛ پرې کافر کېږی .
17ـــ د قرآن کریم له علومو هیڅ ګټه نه شي پورته کولی .
18ـــ بدلمني انسان ګناهونو ته هڅوي .
19ـــ بدلمني انسان په استدراجي توګه ، په ګناهونو کی ډوبوي .
20ـــ بدلمني هغوی د دنیا په عذابونو اخته
ککړوي .