شعرونه

ملا محمد عمره…!

شان دې اوچت کړ د افغان په لر او بره
ملا محمد عمره غیرت ته دې سلام دی
په مومنانو باندې ګران وې
ته پرې له حده مهربان وې
وطن دې پاک کړو له فساد او هم له شره
ملا محمد عمره غیرت ته دې سلام دی
ستا فدايان د نيل څپې وې
موټر بمونه صاعقې وې
د وخت فرعون یې کړ چپه زمونږ رهبره
ملا محمد عمره غیرت ته دې سلام دی
کفار له تا نه ترهيدل ټول
ستا له غیرت نه ويريدل ټول
ستا نوم عذاب وه د طاغوت لعين په سره
ملا محمد عمره غیرت ته دې سلام دی
ابابيل ستا هر يو عسکر وه
وار یې هر فيل ته برابر وه
کړ یې ټوټه د ابرهه ناټو لښکره
ملا محمد عمره غیرت ته دې سلام دی
سرې قطعې مات امريکايان کړل
په چيغو سر یې ګوډاګيان کړل
ښکته شول پاې ته د نړۍ د ليست له سره
ملا محمد عمره غیرت ته دې سلام دی
ستا بی غیرته تربورانو
ستا ورونه خرڅ کړل په غربیانو
ستا صف کړل عفوه له پاميره تر سپين غره
ملا محمد عمره غیرت ته دې سلام دی
سهاک حيران ستا ارادې ته
ستا قوي عزم او حوصلې ته
تنها دې مات کړ د غربي صليب اشره
ملا محمد عمره غیرت ته دې سلام دی

سهاک حيران

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close