مقالی اوتبصرې

ثالث عمر او ځوان نسل

مرحوم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د افغانستان د معاصر تاریخ یو له مهمو، تاثیر ګذارو او د پام وړ سیاسي څېرو او جهادي مشرانو ګڼل کېږي چې له پېژندنې پرته به یې د معاصر تاریخ خصوصاً د وروستي څلویښت کلن انقلابي دوران په اړه زموږ فهم او پوهه نیمګړې وي.
دا چې ملا محمد عمر مجاهد ولې له اوس نه دیرش کاله وړاندې د افغانستان د سیاست میدان ته ګام را واخیست؟ د اسلامي امارت په نوم د یوه نوي سیاسي، جهادي او اصلاحي خوځښت د آغاز علت او لامل څه و؟ د هغه وخت حالات او هیوادنی وضعیت څنګه و ؟ دا هغه څه دي چې شاید زموږ څلویښت کلن یا پنځوس کلن هېوادوال یې په اړه معلومات ولري. اما نوی نسل خصوصاً هغه ځوانان چې په تېرو شلو کلونو کې را لوی شوي دي، په دې اړه یې د پوهې کچه ډېره کمه او د معلوماتو له خلا سره مخامخ دي.د مشر عمر لرونکو هېوادوالو د اویایمو کلونو د تنظیمي هرج او مرج هغه حالات په خپلو سترګو لیدلي چې هېواد مو له څومره پراخې ګډوډۍ، ملوک الطوایفي، شر او فساد او بېلابېلو مصیبتونو سره مخامخ و. د دوی به په یاد وي چې هغه وخت یوازې د کابل ښار کې پينځه شپږ واکمنۍ وې، چې هر یوې خپل قلمرو،خپل عنوان، خپل بیرغ، ځانګړې جغرافیه او له کوم خاص هېواد سره ځانګړې پېیلتیا او وابستګي درلوده. دغه واکمنۍ د یو بل په وړاندې په نه پخلاکېدونکو جګړو بوختې وې،چې تر منځ یې د کابل بېګناه ښاریان قتلېدل او سوځېدل.
د منځني او لوړ عمر لرونکي افغانان به دا هم په یاد لري، چې په هغه وخت کې په افغانستان کې د قومونو، ژبو او سمتونو پر اساس جګړې، لښکرکشۍ او دښمنۍ روانې وې. د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خلک د تاجک، پښتون، هزاره او ازبيک په نوم له موټرو ښکته کېدل او وژل کېدل. په لویو لارو ګام په ګام د حق العبور پاټکونه وو، د زمانې له ټولو بدنام او بدکاره اشخاص چې ټوپکې به ورسره وې، د خلکو مالونه او عزتونه یې پایمالول او هر پاټک د درنو هېوادوالو د سر، مال او عزت د ضیاع په مرکز بدل شوی وي.دا او دې ته ورته نورې ناخوالې، فتنې او مصیبتونه چې هېواد او ولس ورسره مخامخ و، لکه د هېواد د تجزیې ګواښ، د هېواد د مادي او معنوي شتمنیو لوټ تالان، د بیت المال، معدنونو، حکومتي شتمنیو او نورو زېرمو چور کیدل، هغه څه وو،چې د لوړ عمر لرونکو په خپلو سترګو لیدلي،نو ځکه په دې هم پوهېږي چې هغه وخت یوه اصلاحي پاڅون ته د اوبو او هوا خوندې حیاتي اړتیا وه. چې بالاخره د همدې پاڅون بیرغ ملا محمد عمرمجاهد پورته کړ او هېواد یې له هر اړخیزې تباهۍ وژغوره.
اما زموږ ځوان نسل چې دا وقائع یې له سترګو نه دې تېر شوي، که هغوی ته ووایې چې هغه وخت د کابل د مکروریانو خلکو د خوراک اساسي توکي، لکه اوړه، بوره، غوړي او نور له چهار اسیاب څخه په بایسکلو او قاچاقي ډول تر ښاره راوړل. او یا دا چې کابل پوهنتون د شفیع دیوانه په نوم د یوه ټوپکمار په شخصي زندان او انساني مسلخ بدل شوی و، چې په تدریسي خونو کې یې انسانان ذبح کېدل، شاید دا خبرې ورته خوب او خیال ښکاره شي.
اما واقعیت دا دی چې د هغه وخت حالات همدومره بوږنوونکي او د نه باور وړ و لکه ویروونکي خوبونه. خو دا هر څه دلته تېر شوي. په دې ملت یوه داسې بده ورځ راغله چې پخوا یې کله هم ساری نه و لېدلی. زموږ ملت ډیرې بدې ورځې لیدلې خو شاید کله هم دومره نه وي بیچاره شوی، چې د ټولنې له ټولو فاسد، بدکار او چرسي ټوپکار یې په سرنوشت لوبې وکړي او د ژوند او مرګ د پرېکړو واک یې ترلاسه کړي.څومره چې زموږ په هېواد راغلې بده ورځ توره، بدمرغه او ویروونکې وه، همدومره له دې بدې ورځې د را ایستلو کارنامه هم ستره او تاریخي بلل کېږي. د دې سترې کارنامې لپاره الله تعالی ملا محمد عمر مجاهد انتخاب کړی و. بناءً ویلای شو چې د ثالث عمر شخصیت یوازې هغه څوک ښه ارزولی او واقعي درک یې کولای شي چې د هېواد د هغه وخت حالا یې په تن او روح احساس کړي وي او یا یې په اړه بشپړ معلومات ولري.
بناء زموږ ځوانان او نوی نسل چې عمرونه یې تر دېرش کلونو کم دي، که غواړي چې د ملا محمد عمر مجاهد د شخصیت او کارنامو واقعي درک ولرئ، د دښمن تبلیغاتو او غربي رسنیو پر ځای باید د نوموړي په اړه خپله مطالعه وکړئ. د خپل کور او کلي په سطحه دې له مشرانو خلکو د هغو حالاتو پوښتنه وکړي چې د اسلامي امارت له قیام وړاندې افغانستان ورسره مخامخ و. دوی ته بویه چې د مرحوم ملا صاحب شخصیت په خپلو سترګو وویني. د خپلو موندنو او کره معلوماتو په مټ یې درک کړي او بیا یې په اړه قضاوت وکړي. له دې سره به دوی ته معلومه شي،چې مرحوم امیر المؤمنین د افغانستان د معاصر تاریخ کوم عام یا معمولي سیاستوال نه دی،بلکې د نوموړي شخصیت ځانګړې کارنامې استثنایي دي. نوموړی د افغانستان د نجات او پایښت د مبارزې قهرمان دی، چې د دې ولس د هر اړخیز سقوط، تجزیې او ابدي نابودۍ مخه یې نیولې.

قاري عبدالستار سعید

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *