سرمقالې

افغان ولس د یو بل ښکېلاک تر جبر لاندې !

دا واقعیت پرخپل ځای ثابت دی چې افغانان همېشه دبهرني یرغل پروړاندې ښه په مېړانه جنګېږي، بې سارې قربانۍ ورکوي اوکلکه مقابله کوي، ځکه په دوی کې ددې مبارزې داعیان اومخکښان زښته ډېردي اوتل ستایل شوي هم دي.خوله بده مرغه د ټولنیزواصلاحاتو اوناوړه دودونو پرخلاف د مبارزې ډګر مو بیخي سوړ دی. تردې چې زموږ ډېرو مخورو روحاني شخصیتونو هم په دې برخه کې خورا ډېر لږ کارکړی اوڅه معلوم او ښکاره اثاریې نه دي پاتې شوي. په داسې حال کې چې که ښه په غور اودقت فکروشي نو هرچا ته به دا حقیقت دلمر په شان واضح څرګند شي چې زموږ ټولنه پرته له شکه د ناوړه رواجونو یوه ځورونکي ښکېلاک په لومو کې راګیره ده.
دغه ناوړه دودونه اوغیرشرعی بې ګټې پابندیانې نه پرموږ باندې څښتن تعالی لازمي کړې اونه کوم ظالم اوجابرسلطان بلکې دا فقط هماغه د انسان لوی اوښکاره دښمن ابلیس دی چې په غم، ښادۍ او دژوند نورو ډېروڅانګو کې یې خورا درانه بارونه اوتکلفات راباندې ایښي او زموږدبې ځایه ستومانۍ، کړاو او مالي زیان لامل ګرځېدلی. دالاڅه چې یاد تکلفات اوناوړه مجبورۍ ورځ تربلې نورې هم زیاتیږي، زموږ ملاوې کږوي اوپښې،لاسونه راتړي. خوپه ډېرتاسف چې آن زموږ اکثریت لوستې او دینداره پرګنه یې هم په پټو سترګو مني، تسلميږي ورته او په مقابل کې یې هيڅ عکس العمل نه ښیي. راځئ موږ ټول په دې اقراروکړو چې په مړي، ژوندي اونورو ټولنیزو چاروکې د ناوړه دودونو یوه داسې بدرنګه خپسه را باندې پرته ده چې زموږ دډېرو زړورو داعیانو پرخوله یې هم لاس ورایښی او پر وړاندې یې چوڼ هم نه شی کولی. حقیقت دادی چې ددغه ښکېلاک مقابله په فردي توګه خورا ګرانه اوښايي بې نتیجې وي، بنا پردې لازمه ده چې پروړاندې یې پراخ اجتماعي خوځښت پیل اود یادو شیطاني لومو تربشپړې خاتمې پورې منظم اوپرلپسې کاروشي. په دې اساس دا مهال چې له نېکه مرغه هېوادکې اسلامي نظام واکمن اوحکومت د داسې اشخاصو په لاس کې دی چې دناوړه اوغیرشرعي تکلفاتو او رواجونو په خطورت ډېرښه پوهيږي ، دایې هم یو ایماني مکلفیت اومسؤلیت دی چې د خپل مسلمان رعیت له غاړو اولاسوهغه زندۍ اوزولنې وشکوي چې دوی یې له بدمرغۍ، بې وزلۍ اوپرېشانۍ سره مخ کړي دي.زموږ دیني علماء،استادان، امامان، خطیبان او د امارت اړوند ټول مسؤلین خصوصاً د امربالمعروف او د دعوت ارشاد رسمي مامورین باید په دې هکله جدي ګامونه واخلي اوهڅه وکړي چې د خپلو هېوادوالو په ټولنیز ژوند کې داسې کارنامې په یادګار پرېږدي چې ترپېړیو راتلونکي نسلونه یې هم په نېکۍ یادکړي او دعاګانې ورته کړي. یادساتۍ چې ناوړه رواجونه ټولوته ښه معلوم او ټول ولس مو زښته ډېرترې ځوريږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *