اسلامي امارت د بېکارۍ د له منځه وړنې پر لارو چارو غور کوي
د اسلامي امارت ویاند مولوی ذبیحالله مجاهد لیکلي چې د کار او ټولنیزو چارو د وزارت له لوري د کارګر د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل او کندهار کې د بېکارۍ د له منځه وړلو او د کاري فرصتونو پر رامنځه کولو ناستې وشوې.
ښاغلي مجاهد لیکلي چې دې غونډو کې د اسلامي امارت له لوري خلکو ته د کاري زمینې د برابرولو پر څرنګوالي، د بېکارۍ د عواملو پر له منځه وړلو، د صادراتو پر زیاتولو، دکاریګرو د حقونو پر مراعت او نورو موضوعاتو بحثونه وشول.
مجاهد وړاندې لیکي چې ددې ناستې په ترڅ کې په ټولو ممکنه ځایونو کې د افغان کادرونو پر ګومارنې، تر وسې-وسې د وارداتو پر کمولو، د کورنیو توکو پر باکیفیته کېدو او ګڼو هېوادونو ته د صادراتو پر پلان جوړونې خبرې اترې او د اندونو تبادله وشوه.
د ویلو ده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت لا وړاندې ددغو ناستو اړوند چمتووالی نیولی و.