افغانستان

د سربو او جستو د پروسس د کارخونو پر جوړېدو بحث وشو

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د پروان ولایت د کرومایټو او د غور د سربو او جستو د قراردادي شرکتونو له رییسانو سره کتلي او د دوی ستونز ې یې اورېدلي دي. په دې کتنه کې یادو رئیسانو د خپلو پرمختګونو او دندو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د چارو د ښه والي په برخه کې یې خپل وړاندیزونه او ستونزې له سرپرست وزیر سره شریکې کړې. سرپرست وزیر یادو رییسانو ته د کارونو د چټکیتا او روڼتیا په پار لازمې لارښونې کړي دي. دغه راز په دې ناسته کې کور دننه د سربو، جستو او کرومایټو ډبرو د پروسس د کارخونو پر جوړولو هم بحثونه وشول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button