افغانستان

پکتیکا کې د یوه چک ډېم د جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا د ګومل سیندیزې فرعي حوزې مسوولینو د دغه ولایت په نعمت آباد ولسوالۍ کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چک ډېم د جوړولو چارو د پيل خبر ورکړی دی.

د یادې سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي سلاکار انجینر عیسی محمد مسلم د باختر اژانس خبریال ته ویلي چې د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي ملاتړ د ۲ میلیونه ۱۲۹ زره ۱۶۰ افغانیو په لګښت د ماشین کلي چک ډېم د جوړولو چارې  د ۴۱. ۴ مترو په اوږدوالي او د ۴ مترو په لوړوالي سره پیل شوې دي.

دغه چک ډېم د ۲۴ زره ۲۴۱  متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامې امارت په راتګ سره په یاد ولایت کې د چک ډېمونو او د اوبو بندونو جوړولو په برخه کې پوره پاملرنه شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button