افغانستان
اروپایي ټولنه افغانستان کې د اقلیم بدلون برخه کې همکاري کوي
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیره وايي، چې دغې ټولنې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره ۱۵ مېلیونه یورو ځانګړي کړي دي. رفیلا اېودېس وايي، افغانستان د اقلیم د بدلون په وړاندې تر ټولو زیانمن هېواد دی. مېرمن اېودېس پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د اروپايي ټولنې د اسیا د اړیکو د څانګې مشر پیټرز اوستوبز افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د اروپايي ټولنې له سیمهییزو همکارانو سره د مرستو تړون لاسلیک کړ. د اروپايي ټولنې شارژدافیره وايي، افغانستان د اقلیم له بدلون سره تر ټولو زیات زیانمنوونکی هېواد دی او افغان مېرمنې له دې بدلونونو ډېرې اغېزمنې شوې دي.