افغانستان

نړیوال بانک هېواد کې پر یو شمېر پروژو پانګونه کړې

نړیوال بانک وايي، چې په افغانستان کې یې د اقتصادي کړکېچ د هواري او د ځینو اقتصادي پروژو د پلې کولو په پار د ۸۴ میلیونه ډالره مرسته منلې ده. نړیوال بانک پرون په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغو مرستو ۷۰ میلیونه به یې د افغانستان د اماني صندوق له لارې پر پرمختیایي پروژو ولګول شي. د نړۍوال بانک د افغانستان د برخې مشر ملندا ګوډ ویلي، نړۍوالې پرمختیایي ټولنې په تېرو اتو میاشتو کې د کار موندنې په تېره بیا د مېرمنو لپاره د کاري زمینو د برابرولو په چاره کې یوه تکلاره جوړه کړې ده. نړۍوال بانک ویلي، چې د دوی دغه مرستې به د شپږو حوزو له لارې د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د خلکو لپاره وړاندې شي او ورسره به د مېرمنو او راستنو شویو کډوالو لپاره هم کاري فرصتونه هم په پام کې ونیول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *