افغانستان

ازبیکــستان لــه افغانســـتان ســره  ســوداګــري   پراخـــوي

ازبکستان له افغانستان سره د ۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د صادراتو نوي تړونونه لاسلیک کړل. ازبک رسنیو خبر ورکړی، چې تاشکند غواړي د نویو صادراتو د تړونونو په لاسلیکولو سره له افغانستان سره د سوداګرۍ او صادارتو لا زیات تړونونه لاسلیک کړي.

د دغه راپور پر بنسټ، دغه تړونونه تاشکند ته د افغان سوداګرو د درې ورځني سفر په ترڅ کې لاسلیک شول. د ازبکستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې دواړه هېوادونه لا هم په پام کې لري، چې د ازبکستان او افغانستان ګډه سوداګریزه شورا جوړه کړي، چې ۱۸ افغان شرکتونه به په دې شورا کې غړيتوب ولري.

افغانستان دا مهال په کال کې د ۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت کالي له ازبکستان  او یا هم د ازبکستان له ګاونډیو هېوادونو څخه ورادوي.

د کارپوهانو په اند، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو همکاريو د زياتوالي لپاره زيات ظرفيتونه شته. تر دې مخکې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په مشرۍ یو لوړ پوړي پلاوي کابل ته سفر کړی و او د دغه سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو د همکاریو د پراختیا ژمنه کړې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *