افغانستان

د کابل اړمنو اوسېدونکو سره مرسته وشوه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په همغږۍ (له افغان ماشومانو سره د جرمني مرستو) مؤسسې په همکاري د مرکز کابل اړوند ناحیو په (۲۰۰ ) بې وزلو کورنیو (۶) قلمه خوراکي توکې ووېشل شوې.د یادې مرستې د وېش پر مهال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت استازي قاري عبدالمتین او د یادې مؤسسې رئیس محمد عالم محمد د خپلو خبرو په ترڅ کې د بیوزلو لاسنیوی یو نېک اقدام یاد کړ او د مرستو ورکړه یې د بې وزلو هېوادوالو د اقتصادي ستونزو د رفع کولو په برخه کې یوه همکاري وبلله. دوی له کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې په افغانستان کې دي یاد بهیر لا وغځوي او د اړمنو خلکو لاسنیوي ته دې دوام ورکړي. د یادونې وړ ده چې هرې اړمنې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ لېټره غوړي، ۷ کیلو لوبیا، ۵۰۰ ګرامه چای، ۷ کیلو بوره او ۱۰ کیلو وریزې له ترتیب شوي نوملړ سره سم ورکړل شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *