بېلابېلې لیکنېلیکنې

اسلامي امارت او بريالی متوازن سیاست!

م حماد شیرزاد

اسلامي امارت د خپل حکومت او نظام له پیله خپله بهرنۍ تګلاره او پالیسي ډېره روښانه او واضحه کړې او هر وخت یې ټولو هېوادونو ته د متوازن سیاست او دیپلوماتیکو اړیکو پاللو ډاډګېرنه ورکړې او تل خپلې دغې پالیسۍ ته ژمن پاتې شوی، چې په وروستیو کې یې نتیجه ډېره مثمره وه او ان شاءالله هیله ده چې لا به هم د سیاست په ډګر کې غښتلې او پرمختللې اړیکې ولري.

یو وخت و،چې نړۍ ټوله په یوه خوله وه ،طالبان/ اسلامي امارت يې ترهګره ډله او د نړۍ لپاره خطرناکه بلله، د اړیکو پالل ورسره نامشروع او راشه درشه او یا هم رابطه ورسره بیخي ناشونې وه، خو د دوحې له مذاکراتو وروسته کله چې پخپله د سیمې هېوادونو او بیا نړۍ ولیدل، چې افغانان ترهګر نه؛ بلکې د خپل هیواد د مشروعې دفاع په خاطر جنګ او جګړې ته مجبور شوي، د مینې، سولې او امن خلک دي، هماغه و چې د بېلابېلو اړخونو ذهنونو تغیر کولو، مذاکرات کامیاب شول، اسلامي امارت د ګران هېواد د حکومت واګې په لاس کې واخیستې، د هېواد دننه یې مینه وپاشله، هېڅوک یې له لاس ازار نشول او یو سپېڅلی نظام یې قایم کړ.

له پیله خو د زیاتره هېوادونو اړیکو ته کومه لیوالتیا نه وه، خو د اسلامي امارت د غوره سیاست، بهرنۍ پالیسۍ او دیپلوماتیکو اړیکو له امله د نړۍ بېلابېل هېوادونه مجبور شول او خپلې اړیکې یې ورځ تر بلې د رغېدا پر لور بوتلې، د همدې بريالي سیاست په برکت اسلامي امارت د نړۍ بېلابېلو مهمو کنفرانسونو کې ګډونونه ترسره کړل، خپله داعیه او بهرنۍ تګلاره یې روښانه کړه او دا یې وویل چې سیاست او اړیکې مو تل له ټولو سره په متقابل احترام او سیاست ولاړې دي.

هوکې؛ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو او نورو قونسلګريو ته د اسلامي امارت استازي، سفیران او دیپلوماتان ومنل شول، د نړۍ زیاتره هېوادونو کې د قونسلي او سفارتي خدمات لا ښه روان شول، افغانستان ته ورځ تر بلې د بهرنیو هېوادونو د لوړې کچې چارواکي راغلل، تر دې چې چین خپل سفیر رسماً معرفي کړ، د افغانستان سفیر یې په چین کې رسماً ومنلو، روسیه، ازبيکستان، ترکمنستان، ایران، ترکیه، متحده عربي امارات، مصر، ترکیه، مالیزیا او نورو ډېرو هېوادونو ته د اسلامي امارت سفیران او نور دیپلوماتان لاړل، اړیکو پرمختګ وموند او د افغانستان لپاره یې د ګټو پیلامه وکړه.

په هر حال په دې وروستیو کې سیاسي پرمختګونه لا ډېر شوي، همدا تېرو دوو اوونیو کې افغانستان د ازبيکستان، مالیزیا، روسیې، قزاقستان او نورو هېوادونو د لوپوړو دولتي چارواکو، چې د ځینې هیوادونو د لومړي وزیر مرستیال، مهم استازي، د کلیدي وزارتونو استازي، د لومړي وزیر سلاکارانو په شمول ګڼو مهمو چارواکو کوربه و، دلته یې بهرنیو، داخله او نورو وزارتونو له استازو سره خبرې اترې وکړې، تر دې چې د رئیس الوزراء د مرستیالانو او نورو ګڼو لوړپوړو امارتي مسؤلینو سره لیدنې وکړې، چې ډېرې د هیله مندۍ او هوساینې وړ وې.

همدا راز د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت استازو د اسلامي همکاریو سازمان په رسمي بلنه د یاد سازمان په غونډه کې چې د مې په ۴مه او ۵مه ګامبیا کې ګډون ترسره او هلته یې د لوړپوړو د مهمو غړو هېوادونو له استازو سره لیدنې کتنې ترسره شوې.

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت تل هڅه کړې، چې د خپلې پالیسۍ او متوازن سیاست له مخې له ټولو جهتونو سره غوره اړیکې وپالي، د همدې لپاره په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان دولت سفارتونو او استازولیو کې دیپلوماتیک چارواکي ګمارلي، تر څو اړیکې لا پر مخ لاړې او په متقابل احترام وپالل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button