افغانستان

ننګرهار کې  د انجې کرکيله زیاته شوې

ننګرهار کې د بزګرانو اقتصادي پياوړتیا په موخه د انجې طبي بوټي ترویج پيل شوی. د مسوولینو په خبره د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې د بزګرانو اقتصادي پياوړتیا په موخه د انجې بوټي کر او ترویج پيل شوی دی. اوس مهال د ننګرهار په بهسود، سره رود، ګوشتې، حسارک، کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو کې پر څه باندې ۴۷ جریبه ځمکه باندې انجه کرل شوې ده. انجه طبي بوټی دی، چې د درملو په ډېرو ډولونو کې ترې ګټه کې پورته کېږي. د کروندګرو په وینا اوسنیو بازارونو کې د یو کیلو انجو بیه له لسو زرو څخه تر ۱۵ زره افغانیو پورې پلور کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button