افغانستان

اسلامي امارت د اوبو مدیریت او اوبه ییزو تاسیساتو ساتنې ته ژمن دی

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د اوبه ییزو سرچینو د لیدو په موخه بادغیس ته سفر کړی دی.

ملا عبدالطیف منصور د دې ولایت د اوبه ییزو سرچینو د کتنې پرمهال ویلي چې اسلامي امارت د اوبو مدیریت او اوبه ییزو تاسیساتو خوندیتوب ته ژمن دی.  د یاد وزارت په وینا، ملا عبداللطیف منصور د مرغاب له سیند څخه د لېدنې پرمهال د دغه سیند د اوبو د مدیریت، اوبو ذخیره کولو، بندونو جوړولو، د برېښنا تولید او د اوبو لګولو کانالونو د سمون په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت همداشان د مرغاب سیندیزې فرعي حوزې له مسولینو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې اورېدلي او لازمې سپارښتنې ورته شوي دي. د یادونې وړ ده چې تر دې دمخه د اوبو او نرژۍ وزیر د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په ګډه د پاشدان بند د پاتې چارو پرانیسته وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button