افغانستان

ډاکټر قلندر عباد د سنوفارما درمل جوړونې له  کارخونې لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت عمومي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وړمه ورځ ماښام په خپل اېکس لیکلي چې د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد د درمل جوړونې د سترې  کارخونې(سنوفارما) له تولیداتو او فعالیتونو لیدنه کړې ده.

مولوي مجاهد په خپل اېکس لیکلي: د هېواد د روغتیا وزیر ډاکتر صاحب قلندر عباد په شتون کې مو په کندهار کې د دوا جوړونې سترې فابریکې سنوفارما له کارونو، تولیداتو او د فعالیت له بیلابیلو برخو څخه لیدنه وکړه.

د ښاغلي مجاهد په قول چې ددغې کارخونې د درملو کیفیت ښه دی، خلک یې خوښوي او د روغتیا وزارت د ملاتړ ډاډ یې هم څرګند کړی دی.

ښاغلی عباد کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د میرویس حوزوي روغتون له روغتیايي خدمتونو څخه هم لیدنه کړې ده. روغتیا وزارت وایي چې ډاکټر عباد د دغه روغتون کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې کړي او د روغتیایي چوپړونو د لاپیاوړتیا او د پرسونل د ظرفیت لوړونې ډاډ یې ورکړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button