افغانستان

اسلامي امارت له اسراییلو سره د ترکیې د سوداګرۍ پرېکون وستایه

د بهرنيو چارو ویاند مرستیال حافظ ضيا احمد تکل لیکلي چې وزير مولوي امیر خان متقي د افغانستان لپاره د ترکيې جمهوري دولت له سرپرست سفير جنګ اونال سره کتلي دي. ښاغلي متقي له اونال سره په کتنه کې له اسراییلو سره د ترکیې د سوداګریزې راکړې ورکړې د لغوه کېدو دریځ ستایلی دی. دغه راز په دې ناسته کې پر دوه اړخیزو اړیکو، افغانستان کې د وروستیو مثبتو اقداماتو، د ګڼو هېوادونو د سياسي او اقتصادي لوړ پوړو پلاوو پر راتګ بحث وشو. سرپرست سفیر ووویل: موږ د افغانستان په وروستیو پرمختګونو خوښ یو او د ترکیې او افغانستان د اړیکو د پراختیا په اړه باید په ګډه هڅه وشي. نوموړي زیاته کړه چې په څو ورځو کې به د ترکېش شرکت پروازونه بېرته کابل ته پیل شي. یاده ناسته کې همداشان د افغانستان او ترکیې تاریخي او ښو اړیکو ته په کتو د دواړو اولسونو د تمو د ترلاسه کولو په پار پر ګډو هڅو ټینګار وشو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button