افغانستان

سپین بولدک کې ۳ کسان د غلا په تور  نیول شوي

د ګمرکونو د ساتنې او د ځانګړو عملیاتو ځواکونو د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ګمرک کې درې تنه د غلا په تړاو نیولي دي. امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې، یاد کسان تېره شپه د امنیتي ځواکونو له لوري د سپین بولدک له سوداګریز ګمرک څخه د سوداګریزو توکو د غلا پر مهال لاس په لاس نیول شوي. د معلوماتو له مخې نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او د لا زیاتو پلټنو په موخه د یادې ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ته سپارل شوي دي. د یادونې ده، چې د امنیتي ځواکونو له لوري د جنایي مجرمینو په وړاندې پریکنده اقدامات د ولسونو له پراخ هرکلي سره مخ دي او له قضایي ادارو څخه د اسلامي شریعت د بشپړ عملي کیدلو غوښتنه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button