افغانستان

نورالدین عزیزي: د غالیو صادراتو کې دې نړیوال معیارونه په پام کې ونیول شي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کندهار کې د غالیو نندارتون په وروستۍ ورځ د غالیو له تولیدوونکو غوښتي، چې د خپلو صادراتو د زیاتوالي لپاره باید د نړیوالو بازارونو معیارونه په پام کې ونیسي. ورته مهال په کندهار کې(( د وطن تولید د وطن ویاړ)) په نوم د غالیو درې ورځنی نندارتون تېره ورځ پای ته ورسېد. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې مسئولینو ویلي و، چې افغانستان په ۱۴۰۲ کال کې ۳۱ هېوادونو ته د تر ۱۷ میلیونه زیاتو افغانیو په ارزښت غالۍ صادرې کړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button