افغانستان

حکومت د اوبو مدیریت ته لومړیتوب ورکړي

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د کونړ ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ د ګمبیري د اوبو لګولو او برېښنا د تولید بند له سیمې لیدنه وکړه.

ملا منصور د اوبو د مدیریت او انرژۍ د پراختیا په برخه کې یې د یاد بند ارزښت بنسټیز وباله. د اوبو او انرژۍ وزیر د یاد بند له سیمې څخه د لیدنې پر مهال وویل، چې د ګمبیري بند جوړول د اسلامي امارت په لومړیتوبو کې شمېرل کیږي. د یادونې وړ ده، چې د ګمبیري بند تفصیلي ډيزاین چارې بشپړې شوي او د رغنیزو چارو لپاره چمتو دي. د ښاغلي منصور په قول چې د یادې پروژې تړون به ډېر ژر له دوو ودانیزو شرکتونو سره لاسلیک شي. د یاد بند په جوړېدو سره به ۴۵ میګاواټه برېښنا تولید او شاوخوا دوه دیرش زره هکتاره کرنیزه ځمکه  به خړوبه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button