دینې لیکنې

اسلام د تشدد دین نه، بلکې د تشدد پر خلاف دی !

د نړی کفري او الحادي ځواکونه په خاص ډول یهود او نصاری ، تل په دې هڅو کې دي چې د اسلام مقدس دین ته نړیوالو ته د زور او تشدد څخه ډک دین وښیي او د خپلو اسلامي تبلیغاتو په سلسله که مکرراً وایي : هرکله چې مسلمانان په خپل مقابل طرف بری موندلی په هغو یې بیا رحم نه دی کړی اول له منځه یې وړی دی.د کفري الحادي قوتونو دا هغه پوچه او بې بنیاده ادعا ده چې د دوی د حسد او کینو ډک را ولاړ شوي او هېڅ کوم اصل او اساس نه لري. د دوی د دې پوچې ادعا په ځواب کې باید وایو چې:اسلام د زور او تشدد دین نه،بلکې د زور او تشدد په مقابل کې را ولاړ شوی دین دی، دا د میې، محبت ، لطف ، مهربانۍ، اخوت او عطوفت دین دی.د مرستې،بښنې او لاسنیوني دین دی، دا د عدل او انصاف ، همدردۍ او برابرۍ، یووالي او د بشري افرادو د سعادت دین دی.دا هغه دین دی،چې ۱۴۰۰ کاله مخکې یې د بشر د آزادی غږ پورته کړ او د بشر د غاړې څخه د غلامۍ ځنځیرونه وشلول او انسان ته د جهالت کوڅو نه د رنا او معرفت لورته لاره بدل کړه.هغه همدا دین و،چې د سپین پوستي امتیاز یې په تور پوستي له منځه ووړ او عرب امتیاز یې په عجم.بلی ! دا د اسلام مقدس دین و،چې ټول قومي، نژادي، ژبنيز او منطقوي تعصبونه یې له منځه يووړل.د ظلم ، تیري او تجاوز او د نیشه یي توکو استعمالول ، زنا ، لواطت ، غلا ، خیانت ، دوکه او فریب چې د جامعې د تباهۍ لامل کېږي د مخنیوي حدود يې وضع کړل او مرتکیبینوته یې حدود او جزاګانې تعین کړې.اجتماعي ګټو ته یې په فردي ګټو ترجیح ورکړه او د قتل ، ترور ، وژنو او ځورولو په مقابل کې یې عبرتناکې سزاګانې وضع کړې، څو په دې ترتیب سره انسان په نړۍ کې آرام او په اطمینانه توګه ژوند وکړي.د جګړې په حالت کې هم اسلام خپلو زاړه کسانو ته د بشري ژوند پاتې کیدلو او په هغوی د مهربانۍ او عاطفې تعلیم او ښوونه کړې او انساني کرامت یې ژوندی ساتلی دی د ثبوت لپاره د اسلام د لومړی امیرالمؤمنین حضرت ابوبکر صدیق «رض» هغه وینا کافي ګڼو،چې د اسامه لښکر چې د رومیانو د یو خطرناک جګړې مقابلې ته روان وو وکړه او ویلي:تاسو خیانت مکوئ ، شبخون مه وړئ ، عهد مه ماتوئ ، مړی یا ټپیان مه مثله کوئ ، هلکان ، بوډا ګان او ښځې مه وژنئ ، ونې مه باسئ او مه یې سوځوئ او میوه لرونکې ونې مه پرې کوئ ، ګډ او یا اوښ د خوراک څخه پرته مه حلالوئ، ژر دی چې تاسو به په ځینو داسې خلکو تېر شئ چې د عبادت په څپریو کې ګوښه شوي دي، نو د دوی هماغه شی پرخپل حال پرېږدي کوم چې دوی د ځان لپاره اختیار کړي دي. اوس نو د خدای په نامه و خوځېږئ.که کفري قوتونه د حسد او کینې څخه پرته دا پورتنۍ وینا په ژوره توګه مطالعه کړي یقینا ً باید اعتراف وکړي چې اسلام یوازینی دین دی چې د جګړو په سختو حالاتو کې هم د خپل مقابل لوري د ژوندي پاتې کیدلو هیله مند دی او هم د هغوی د انساني کرامت د ساتلو هڅه کوي او نه تنها د انسانانو بلکې د حیواناتو ، ونو او نورو عام المنفعه شیانو ساتنه او حفاظت یې هم لومړنی دنده بولي.

شیخ ادریس هدفیار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button