شعرونه

د آزادۍ جنت

هلته چې زړه نه ویرېږي؛ او سر نه ټیټوي !
هلته چې علم آزاد دی !
هلته چې دنیا د کورگیو په تنگو دیوالونو نه ده ماتې او ټوکړې ټوکړې نه ده شوې !
هلته چې الفاظ د رښتینولۍ، د عمق څخه راوځي !
هلته چې سعی په استقلال سره خپل وزرونه د تکمیل لپاره خپروي !
هلته چې د عقل صافه چینه د بېکاره دودونو په وچ شگلن بیابان کې خپله لاره نه ورکوي.
هلته چې نفس د تل پراخیدونکی تخیل او عمل پسې ځي !
اې د آزادۍ څښتنه ، په هغه جنت کې زما ملک بیدار کړه !

قیام الدین خادم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close